د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت دوه حماسي سندرې افغان ځواکونو ته ډالۍ کړې


ارشیف، افغان ځواکونه
ارشیف، افغان ځواکونه

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت دوه حماسي سندرې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره بیا ویل شوي، دغو ځواکونو ته ډالۍ کړې.

"ای سربازه یاره" او "په مینه د وطن" هغه دوه سندرې دي چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره بیا ویلي دي.

د دې انستیتوت مشر ناصر سرمست د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» د یادو دوو سندرو د ډالۍ کولو په مراسمو کې وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې ساتونکي دي او باید ترې ملاتړ وشي.

ښاغلي سرمست وویل، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت مشر ناصر سرمست
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت مشر ناصر سرمست

ښاغلی سرمست زیاتوي: "دا دواړه سندرې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت د ارکستر او سندرغاړو له‌خوا ثبت او جوړې شوې دي. دا سندرې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډالۍ کوم. د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت خپله ملي او وطني دنده ګڼي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو سره ودرېږي."

د "ای سربازه یاره" سندره کلونه وړاندې استاد ګل‌زمان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ جوړه کړې او مشهورې سندرغاړې بخت زمینې ویلې وه.

"په مینه د وطن" سندره د استاد سلیم سرمست له‌خوا د جمهوریت د پېر په پیل یعنې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړه او په لومړي ځل د استاد ناشناس، استاد مهوش او نورو دوستانو له‌خوا یې وویل شوه.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت وايي، دا دواړه سندرې د دې انستیتوت ځوان سندر جوړوونکي محمد قمبر نوشاد تازه تصنیف او بیا ویلي دي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر وايي، موسیقۍ او حماسي سندرو تل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د انګېزې او روحیې په ورکولو کې مرسته کړې ده.

د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر
د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر

وحید عمر وايي: "موسیقۍ او حماسي سندرې د ظلم پر وړاندې د درېدو لپاره د انګېزې، مورال او ویښتیا په برخه کې رول لرلې. نظامي جګړه، سیاست او نور یو لور ته، خو هنري کار او ویښتیا بل لور ته."

دا سندرې داسې مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بیاځلي ویل کېږي چې امنیتي وضعیت په دې هېواد کې خراب شوی دی او نږدې په ټول هېواد کې جګړه روانه ده.

افغان حکومت له طالبانو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په جګړه کې دی.

شنونکي وايي، په داسې یو وضعیت او د ولسوالیو سقوط ته په اشارې، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روحیې ورکول ډېر مهم دي.

XS
SM
MD
LG