د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د کندهار ښار ۷مه حوزه کې لا هم جګړه شته؛ چارواکي: ۷۰ طالبان وژل شوي


د کندهار ښار د اوومې حوزې سیمه
د کندهار ښار د اوومې حوزې سیمه

د کندهار ښار اوومه حوزه د میربازار سیمه چېرې چې د تېرو دوو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د جګړې په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل، د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو عملیات پېچلي شوي او کافي پرمختګ یې نه دی کړی.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "تاسې دلته په ساحه کې یاست چې وسله وال ترهګر د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي، تېره ورځ یې خلک په زوره له خپلو کورونو ایستلي، زموږ امنیتي ځواکونه مقاومت ورسره کوي، عملیات ځکه پیچلي او کرار روان دي چې وسله وال د خلکو په کورونو کې پټ دي او له کورونو استفاده کوي."

بل خوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال صادق عیسي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ښار په اوومه حوزه او ډنډ ولسوالیو کې شااوخوا ۷۰ وسله وال طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو عملیات پېچلي شوي
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو عملیات پېچلي شوي

د جګړې په کرښه کې جنګېدونکي افغان ځواکونه هم په سیمه کې د ملکي خلکو د کورونو شتون د عملیاتو د پرمختګ خنډ بولي.

د جګړې په لومړي کرښه یوه افغان سرتیري ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ پارک ته رانژدې شوي وو خو اوس مو شاتګ ته مجبوره کړل، دوی لاندې په کورونو کې دي، موږ ورته ټانګونه درولي، غواړو دوی پسې واخلو خو نه غواړو چې د ښاریانو کورونه خراب شي."

امنیتي چارواکي د کندهار ښار د اوومې حوزې په جګړه کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه ورکوي، خو د کندهار میروس روغتون ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ښار د اوومې حوزې د جګړې له سیمې څخه ۱۱ مړي او ۵۷ ټپیان ور وړل شوي.

د روغتون مشر ډاکټر محمد داوود فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د ټپي شوېو کسانو له ډلې ۴۱ یې ملکیان دي: "تېر ۲۴ ساعته مو مصروفیتونه زیات وو، ډېر ټپیان راوړل شوي، ډېر یې له اوومې حوزې یا میرویس مېنې راوړل شوي، ټول ۵۷ ټپیان او ۱۱ مړي راوړل شوي، په ۵۷ ټپیانو کې ۴۱ ملکیان او ۱۶ نظامیان دي په ۱۱ مړو کې ۷ د دولت وسله وال مخالفین او پاتې ملکي او نظامي کسان دي."

په میرویس روغتون کې ډېری ملکي ټپیان وايي، د هاوان په مرمیو ټپیان شوي.

د دوی له ډلې یو تن حمید ګل ازادي راډیو ته د جګړې کیسه داسې تېره کړه: "موږ په میرویس مېنه کې وو، د نورزو په غونډۍ کې ملي اردو ولاړ وو او طالبان د پنجوايي له دوراهي سره ول، پر موږ هاوان راغی."

د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېرو دوو ورځو کې له میربازار او میرویس مېنې څخه شااوخوا دوه زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي
د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېرو دوو ورځو کې له میربازار او میرویس مېنې څخه شااوخوا دوه زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي

موسی جان هم ورته کیسه لري وايي: "مازېګر مې اودس تازه کاوه چې هاوان راغی، نور پر ځان نه یم پوه شوی، ښځو او ماشومانو را ته ژړل چې بیا یې روغتون ته راوستم."

په عین وخت کې د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېرو دوو ورځو کې د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند له میربازار او میرویس مېنې څخه شااوخوا دوه زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د کندهار ښار نورو برخو ته یې پناه وړې.

عبدالمنان د هغه بې ځایه کونۍ سرپرست دی چې له میربازاره یې د ښار نهمې ناحیې ته کډه کړې.

دی وايي: "سهار او وړمه شپه سخته جګړه وه، هاوانونه او سړې مرمۍ لګېدلې، هغه خلک چې توان یې وو، را ووتل او نور بېچاره ګان پاتې دي."

د کندهار ښار د اوومې حوزې ترڅنګ دا مهال د دې ولایت په ارغنداب، سپین بولدک، ډنډ او تخته پُل ولسوالیو کې هم جګړې روانې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د کندهار ښار د اوومې حوزې د جګړې په اړه د کندهار د چارواکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو په سپین بولدک، ژېړۍ او ډنډ ولسوالیو کې یې د یو شمېر امنیتي پوستو د سقوط ادعا کړې.

XS
SM
MD
LG