د پردې تر شا د دوحې غونډه او مهم بحثونه یې

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې دوه ورځنۍ غونډې، لومړنۍ ورځ، د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په سلامشورو د تړلو دروازو تر شا پیل شوه. په دې غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی.