څه دپاسه نیمه پېړۍ هنري ژوند؛ د مېرمن مهوش پر ژوند مستند فلم تر دوو میاشتو بشپړېږي

افغان سندرغاړې ګلالۍ فریده مهوش

د افغان سندرغاړې ګلالۍ فریدې مهوش پر ژوند مستند فلم جوړېږي، چې د هغې ژوند انځوروي.

د مېرمن مهوش غږ په ۱۳۴۶ کال کې د افغاني موسیقۍ په نړۍ کې راڅرګند شو او له درده ډکه کیسه ورپورې تړلې ده.

د ګلالۍ فریدې مهوش د ژوند د سکې دواړه اړخونه، په یوه مستند سینمایي فلم کې چې له پنځوسو ډېر کلونه په کې رانغاړل شوي او ٩٠ دقیقې به وي.

د دې فلم لیکوال ظاهر رشید د افغانستان او ډایرکټر یې سام جوادي د ایران دی.

د "مهوش: د ملت غږ، په جلا وطنۍ کې انګازه" ډایرکټر سام جوادي وايي، د دې مستند فلم چمتو کولو تر اوسه شپږ کاله وخت نیولی، خو په خبره یې تر دوو مياشتو پورې به بشپړ شي.

هغه وویل: "فلم ٩٠ دقیقې دی، د جوړولو موخه یې هم واضح ده، د یوې څېرې په پرده راوستل یا د استاد مهوش د افغانستان یوې مشهورې څېرې د نوم او سبک یو تاریخي ثبت دی."

استاد مهوش چې د افغانستان یوه نامتو سندرغاړې ده، د سردار محمد داوود خان په واکمنۍ کې یې د موسیقۍ په هنر کې د استادۍ لقب وګاټه.

مهوش له ۵۰ کالو زیات هنري سفر وکړ.

نوموړې په دري، پښتو او اردو ژبو سندرې ويلې دي.

مېرمن مهوش د سر په بیه سندرغاړې شوه، تر دې حده چې ځینې خاطرې یې اوس هم دردوي.

لکه څنګه چې استاد مهوش او د هغې خاوند فاروق د دغه مستند فلم په ټرېلر کې ورته اشاره کړې.

مهوش وویل: "هغه هنرمندان او هغه کسان چې زما سیالان وو، زما عکس ایستلی و چې دا سندرغاړې مهوش ده او کله چې عکس يې واخيست ویې ویل اوس څنګه منکره کيږې، فاروق يې يووړ او بندي يې کړ او زه یې..."

د مېرمن مهوش خاوند فاروق وايي: "دا کیسه حقیقت لري هغې ته يې زهر ورکړي وو چې نور مهوش په دې نړۍ کې نه وي."

ظاهراً د موسيقي هنر د استاد مهوش لپاره له زهرو څخه پاتي شویو ټپونو ته لکه مرهم و.

سینماګر، سندرغاړی او د استاد مهوش یو همکار خلیل راغب د هغې د هنري ژوند په اړه داسې وویل: "یوازېنۍ هنرمنده ده چې د نړۍ پنځو واړو لویو وچو ته یې سفر کړی او د سفرونو موخه یې د افغانستان موسيقي معرفي کول و او دا تر ټولو لوی افتخار دی چې هغې تر لاسه کړی او ډېرې جایزې يې هم ګټلي."

د "مهوش: د ملت غږ، په جلا وطنۍ کې انګازه "یو انځوریز (پورټریټ) مستند فلم دی چې د د ډایرکټر په خبره یې په کې د نورو مستندو بڼو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

تېر کال په امریکا کې په یوه کنسرت کې چې د افغانستان او تاجکستان ګڼو هنرمندانو په کې ګډون کړی و، استاد مهوش د 'وقتی عاشق شوی راز دلته گفته نتانی' سندرې په ویلو سره خپل ګران هنر، سندرو سره خدای پاماني وکړه.

استاد مهوش ته د نورو جایزو او لقبونو تر څنګ په ۷۵ کلنۍ کې د افغان هنرمندانو د ملي ټولنې له خوا د 'افغان موسیقۍ مور' لقب هم ورکړل شو.

خو اوس د مهوش د څه دپاسه نيمې پېړۍ د هڅو او ژوند کيسه مستند شوې ده او داسې انګېرل کېږي چې د اوسنيو او راتلونکو نسلونو لپاره د افغاني موسيقۍ د هنر د مخکښې مېرمنې د زحمتونو د داستان بیانونکی وي.