د سولې د نوبل جایزې د ورکړې مراسم؛ د 'نرګس محمدي' له حضور پرته د هغې کورنۍ ته ورکړل شوه

د سولې د نوبل جایزه د نرګس محمدي زوی علي او لور کیانا رحماني ته په اوسلو کې ورکړل شوه.

د ۲۰۲۳م کال د نوبل د سولې جایزې مراسم د نرګس محمدي له حضور پرته یکشنبه د لیندۍ په ۱۹مه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ترسره شول.

د نرګس محمدي لور وايي: "ښځه، ژوند، آزادي. کاش زما مور دلته دا جایزه پخپله اخیستې وای."

د هغې لور کیانا رحماني د خپلې مور په استازیتوب یې د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه.

کیانا له خپل ورور علي رحماني سره د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې په مراسمو کې ګډون وکړ.

نرګس محمدي د ایران په اېوېن زندان کې ده او له همدې امله یې په دې مراسمو کې ګډون ونه شو کړای.

خو نوموړې په خپل پيغام کې د ايران حکومت يو مذهبي استبداد او د ښځو ضد حکومت بللى او د ايران له خلکو یې د نړيوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

کیانا چې د نرګس محمدي په استازیتوب د هغې د وینا متن لوست، په یوه برخه کې یې د اغلې محمدي په حواله وویل: "زه یوه له هغو ملیونونو سرښندونکو او مقاومت کوونکو ایرانیانو څخه یمه چې د ظلم، جبر، تبعیض او استبداد په وړاندې راپاڅېدلې دي."

د اغلې محمدي په پیغام کې همدا راز راغلي چې: "د اسلامي جمهوریت رژیم د ولسي مشروعیت په ټیټه کچه کې دی او دغه حکومت د خلکو غوښتنو ته په جبر، اعدام، وژلو او زنداني کولو سره ځواب ورکړی دی."

نرګس محمدي د 'ښځې، ژوند، ازادۍ' غورځنګ ته په اشارې سره په دې باندې په تاکید چې د ایران خلک د استبداد، تبعیض او زور زیاتي په وړاندې راپورته شوي زیاته کړه: "زمونږ وروستی هدف په ایران کښې ډیموکراسي او بنسټیز بدلون دی."

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې دا مهال د ایران په یوه زندان کې بندي ده.

د نوبل د سولې د جایزې لپاره د ناروې د کمېټې مشرې تر دې مخکې د ایران له حکومتي چارواکو غوښتي وو چې مېرمن محمدي دې په اوسلو کې د جایزې په کلنۍ مراسمو کې د ګډون لپاره له بنده خوشې کړي.

خو د ایران رژیم د مېرمن محمدي د خلاصون په اړه غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د کمېټې د اعلامیې له مخې نرګس محمدي په ایران کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې او د خلکو لپاره د بشري حقونو او ازادیو د غوښتلو په خاطر د نوبل د سولې جایزه وګټله.

محبوبه سراج، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله ده، هم د دې جایزې له وروستیو کاندیدانو څخه وه.

محبوبه سراج

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ د اکټوبر په شپږمه نېټه د دغې جایزې د وروستي ګټونکي له اعلان مخکې په یوه بیان کې ویلي وو چې نرګس محمدي او محبوبه سراج په ایران او افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له امله په ګډه د دې جایزې مستحقې دي.

په پای کې، دا نرګس محمدي وه چې دا جایزه یې وګټله او د بشري حقونو پنځمه فعاله او د ډیموکراسۍ غوښتونکې شوه چې په زندان یا په کور کې د نظربندۍ پرمهال دا معتبره نړیواله جایزه ګټلې ده.

د نوبل د سولې جایزې پنځه ګټونکي چې زندان کې وو/دي (له ښئ خوا): لیو ژیاوبو، الیس بیالیاټسکي، نرګس محمدي، آنګ سان سوچي او کارل وان اوسیتسکي

پاتې څلور کسان چې د زندان یا کورني نظربند پر مهال یې د نوبل سولې جایزې ګټلي په ۱۹۳۵م کال کې کارل وان اوسیتسکي، جرمنی ژورنالیست او د سولې فعال و.

آنګ سان سوچي، چې په ۱۹۹۱م کال کې د نوبل د سولې جایزه وګټله، د میانمار د ډیموکراسۍ پلوه غورځنګ مشره وه.

ليو شياوبو، د ٢٠١٠م کال د نوبل د سولې د جايزې ګټونکی، د چين د روڼ اندو له ډلې څخه او د تيانانمن په ميدان کې د لاريونونو له مشرانو څخه دی.

او الیس بیالیاټسکي، زنداني روسی فعال، په ۲۰۲۲ کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکي په توګه وپېژندل شو.

د ۲۰۲۳م کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي ته د رسمي تقدیرنامې سربېره ۹ میلیونه سویډني کرونه، چې شاوخوا ۸۶۰ زره امریکايي ډالره کېږي، ورکړل شي.