د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

امنسټي انټرنشنل: د ایران امنیتي او عدلي ادارې د بشر د حقونو مدافعين ځپي


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل وايي، د ایران امنیتي او عدلي ارګانونه د بشر د حقونو مدافعين بدناموي او هغه کسان زندان ته اچوي چې د خلکو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د بشري حقونو لسګونه مدافعين، د ایران ملي امنیت د ګواښ په جعلي تورونو زنداني کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، په ایران کې د بشر د حقونو د مدافعینو پر وړاندې د ایران د حکومت د ځپونکو اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران امینتي ادارې او عدلي ارګانونه د بشر د حقونو فعالان په جعلي تورونو زنداني کوي، فعالیتونه‌يې څارل کېږي او تر نورو فشارونو لاندې نیول کېږي.

په راپور کې چې د ایران د بشر د حقونو پر فعالانو د برید تر نامه لاندې خپور شوی، راغلي چې یو شمېر فعالان له ۱۰ کلونو څخه په زیات بند هم محکوم شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د بشر د حقونو د فعالانو پر ضد د ایران د حکومت ځپونکي ګامونه ښايي په دغه هېواد کې د بشري حقونو په برخه کې د اصلاحاتو د هغې لړۍ د مخنیوي لپاره وي چې د ولسمشر حسن روحاني د جمهوري ریاست د لومړۍ دورې پر مهال پیل شوې وه.

په دې راپور کې ویل شوي چې یو شمېر فعالان یوازې په دې خاطر چې د بخښنې د نړیوال سازمان په ګډون له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، نړیوالو رسنیو او سوداګریزو ټولنو سره‌يې تماس ټینګ کړی، زنداني او یا ځورول شوي دي.

د ایران دولتي میډیا په زیاترو مواردو کې د بشري حقونو فعالان بهرني اجنټان معرفي کوي.

په راپور کې د ۴۵ هغو قضیو یادونه شوې، کومې چې د بشر د حقونو فعالان په بېلا بېلو ډولونو یا زنداني او یا هم تر تعقیب او فشار لاندې نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له دې جملې څخه د بشري حقونو د مخکښې زنداني فعالې نرګس محمدي یادونه کړې چې په ۱۶ کاله بند محکومه شوې ده.

نرګس محمدي په ۲۰۱۴ کال کې د اروپايې ټولنې د بهرنیو اړیکو له پخوانۍ مشرې کاترین اشټون سره تر کتنې وروسته د ایران د عدلي ارګانونو تر تعقیب لاندې راغله او پر ضد يې جنايي دوسیه پرانیستل شوه.

د ایران دولتي رسنیو د هغو ښځو پر ضد هم کمپاینونه پیل کړي چې لازم اسلامي لباس نه‌اغوندي.

د امنسټي انټرنشنل د راپور له مخې، د ایران اقلیتونه هم له دې ځپونکو اقداماتو په امان کې نه‌دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران پر حکومت غږ کړی چې په سمدستي توګه د بشري حقونو زنداني فعالان خوشې کړي او د سوله‌ییزو فعالانو چې د بشر د حقونو د پراختیا لپاره کار کوي، د مجرم ګڼلو لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

XS
SM
MD
LG