د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

يوه پېژندل شوې فعاله"نرګس محمدي" په ايران کې نيول شوې


د بشري حقونو يوه پېژندل شوې فعاله نرګس محمدي
د بشري حقونو يوه پېژندل شوې فعاله نرګس محمدي

د بشري حقونو يوه پېژندل شوې فعاله په ايران کې نيول شوې ده. مېرمن نرګس محمدي چې د بشري حقونو د دفاع په يوه سازمان کې کار کوي، پرون په تهران کې له خپل کوره ونيول شوه.

څو ورځې مخکې له نيول کېدو، هغې د ازادي راډيو فردا څانګې ته ويلي وو پرهغې لګېدل شوي نوي تورونه، په ايران کې د اعدام د حکم د له منځه وړلو لپاره د هغې له فعاليت سره ارتباط لري.

نرګس محمدي په ايران کې د بشري حقونو د دفاع د مرکز چې د نوبل جايزه ګټونکې مېرمن شيرين عبادي له خوا جوړ شوی دی، مرستياله ده.

دا پرون په تهران کې له خپله کوره د پوليسو له خوا ونيول شوه. په دې اړه يې خاوند تقي رحماني له پاريسه ازادي راډيو ته معلومات ورکړي.

مېرمن محمدي مخکې هم د بشري حقونو سره اړوند د خپلو فعاليتونو له کبله په ۲۰۱۰م او ۲۰۱۲م کال کې نيول شوې او د شپږو کلونو په بند محکومه شوه.

هغه په زندان کې له څومياشتو تېرولو وروسته د روغتيايي وضعيت د خرابي له کبله پر ضمانت راخوشې شوه.

ټاکل شوې وه هغه د مې د مياشتې په درېيمه بيا محکمې ته حاضره شي خو محکمه له هغه وروسته وځنډېده چې وکيل يې وويل چې د دې دوسيې ته لاسرسی نه لري.

پرمېرمن محمدي د بشري حقونو د دفاع له مرکز د غړيتوب له لارې د ايران د ملي امنيت پرضد د فعاليت کولو په ګډون د بشري حقونو لپاره د هغې د فعاليت سره اړوند تورونه دي.

نرګس محمدي چې د دوو زامنو مور ده، د سياسي بنديانو او نورو بشري حقونو د قربانيانو په استازيتوب په سوله يېزو لاريونونو کې برخه اخلي.

هغه په خپل هېواد کې د اعدام د سزا د له منځه وړلو په هلو ځلو کې هم برخه اخلي.

د ايران بلاګرستاربهشتي چې له شکنجې وروسته يې په زندان کې ژوند له لاسه ورکړ، د دوهم تلين پرمهال د هغې وينا په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې ډېر انعکاس درلود.

مېرمن محمدي په خپله وينا کې د ايران پرنظام انتقاد کړی وو او هغه يې د بهشتي په اړه په غفلت تورن کړی وو.

د مېرمن محمدي ترنيول کېدو څو ورځې وړاندې هغې د ازادي راډيو فردا څانګې سره په خبرو کې ويلي وو چې ورباندې له لګول شويو تورونو څخه يو په ايران کې د اعدام د سزا ختمولو لپاره د مبارزې له غړيتوب سره تړاو لري.

مېرمن محمدي همداراز ويلي وو چې په ۲۰۱۴م کال کې په تهران کې د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ له رييسې کاترين ايشتون سره له ليدو وروسته ورباندي نوي تورونه ولګېدل.

مېرمن محمدي له نيول کېدو مخکې څو ځلې د ايران د محمکې له خوا تر څار لاندي راغلې وه.

XS
SM
MD
LG