د کراچۍ له بندره کله د افغان سوداګرو د کانټینرونو د خلاصون کار پیل شوی؟

د کراچۍ د بندر یوه څنډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وایي، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د مالونو د هغو بندو کانټینرونو د ازادېدو کار پیل شوی چې له څو اوونیو راهیسې هلته بند پاتې دي.

ویل شوي چې نږدې ۳۴۰۰ کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې چې افغان سوداګرو ته یې د میلیونو ډالرو زیان رسولی دی.

نوریاس نوري په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له سرپرست محمد یونس مهمند سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې په کراچۍ بندر کې کله د افغان سوداګرو دغو بندو کانټینرونو د خلاصون کار پیل شوی دی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مهمند سره مرکه