کندهار ته ستانه شوي ځینې افغان کډوال د پاکستاني پوځیانو له ناوړه چلنده شکایت کوي

له پاکستانه کندهار ته ورغلي ځینې کډوال

له پاکستان څخه د کندهار د سپین بولدک له لارې ورغلي افغان کډوال د پاکستاني پوځیانو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي، د کډوالو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نیول کېږي او پیسې ترې اخیستل کېږي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست د معلوماتو په اساس، هره ورځ د سپین بولدک له لارې ۲۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنېږي چې په روانه میاشت کې د راغلو کډوالو شمېر ۴۶۰۰ کورنیو ته رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبې د اکټوبر ۳۱مه د پاکستان د حکومت لخوا افغان کډوالو ته ورکول شوي مهلت پای ته رسېږي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور