د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي وايي، افغانستان ته په سفر کې د دوی متخصصانو منلې چې د هلمند په سیند کې د اوبو اندازه د نورمال اوبیز کال په پرتله کمه ده.
د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره 'دهراود دستګاه' څخه د ایراني پلاوي له لیدنې یوه اوونۍ وروسته، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي وايي، دوی ته معلومه شوې چې د هلمند په سیند کې د اوبو کچه کمه ده.
حسن کاظمي قمي پرون په خپل ایکس X شبکه یا پخواني ټویټر ولیکل: "د لېږل شویو کارپوهانو د مشاهدې له مخې چې دهراوود دستګاه یې لیدلې او اندازه کړې، د ۱۴۰۲ کال زمري میاشت کې د اوبو د جریان اندازه د یوه نورمال اوبیز کال په پرتله کمه راپور شوې ده."
په افغانستان کې د ایران سرپرست سفیر له دهراوود دستګاه څخه د ایراني پلاوي لیدنه او د اوبو د کچې د اندازه کولو د اجازې ورکړه، د افغانستان او ایران ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او تعامل لپاره مثبته نښه بللې ده.
خو کاظمي قمي هر وخت او په منظم ډول د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې په معلومونې او تر خوا یې ایران ته د هوکړې پر بنسټ، د اوبو په پرېښودو ټینګار هم کړی دی.
تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې له دهراوود دستګاه څخه د اوبو د اندازه کولو لپاره د ایراني پلاوي لیدنه تایید کړه او زیاته یې کړه، دې پلاوي منلې چې افغانستان وچکالۍ سخت ځپلی.
په دې اړه نور: طالبانو د اوبو کچې معلومولو لپاره دهراود ته د ایراني پلاوي سفر تایید کړله ۱۳۵۱کال وروسته چې افغانستان او ایران د هلمند د سیند د اوبو په اړه هوکړه وکړه، دا لومړی ځل و چې یو ایراني پلاوي ته د طالبانو د حکومت لهخوا د دې ډول څارنې اجازه ورکړل شوه.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو په اړه یو هوکړهلیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې، هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ایران ته ورکول کېږي، خو وروستیو کې د ایران د ولسمشر په ګډون د دغه هېواد چارواکو نیوکه وکړه چې دوی ته په یاده اندازه اوبه نه پرېښودل کېږي.
Your browser doesn’t support HTML5
د طالبانو حکومت یې بیا په ځواب کې وویل، چې د هلمند د سیند اوبه کمې شوي او تر خوا یې په کمال خان بند کې هېڅ اوبه نهشته چې ایران ته ورسېږي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې دننه هم خلک د وچکالۍ له امله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو ځایونو ته کډه شي.
تر خوا یې د ژغورنې نړیوالې ډلې سږ کال افغانستان په نړۍ کې درېیم هغه هېواد یاد کړ چې د اقلیمي بدلون له امله یې ډېر زیان لیدلی او په ځانګړي ډول پرلهپسې وچکالۍ خورا سخت ځپلی دی.