د پاکستان لوی درستیز: په افغانستان کې ترهګرو ډلو د سیمې امنیت خراب کړی

په کوټه کې د پولیسوپر یوه موټر چاودنه شوې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي. November 30, 2022

د پاکستان د پوځ لوی درستیز یو وار بیا اندېښنه ښودلې چې په افغان خاوره کې ترهګرو ځاله کړې او د سیمې امنیت یې خرابه کړی دی.

جنرال سید عاصم منیر اندېښنمن دی چې په پاکستان کې د افغان اتباعو له‌خوا بریدونه د سیمې امنیت او سوله زیانمنوي.

د منیر په حواله راغلي: "په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو لاس لرل د سیمې سولې، ثبات ته زیان رسوي او د موقت افغان حکومت له خوا د دوحې د سولې له تړون څخه انحراف دی."

هغه دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته کړي.

جنرال منیر چې د پېښور بالاحصار پوځي مرکز ته تللی وو د وژل شویو پاکستاني پوځیانو په یاد غونډه کې یې له یو شمېر خلکو سره لیدلي.

پاکستاني رسنیو او د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د قبایلو له ځینو مشرانو سره په لیدنه کې عاصم منیر اندېښنه ښودلې چې د افغانستان په خاوره کې ناقانونه ګرځول شوې وسله‌والې ډلې او نورې شبکې پټنځایونه لري.

جنرال سید عاصم منیر

هغه ویلي چې پاکستان به د دغو ترهګرو شبکو د له منځه وړلو او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هېڅ راز هڅه ونه سپموي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې په ژوب کې پر پوځیانو باندې په برید کې افغان اتباع ښکېل وو.

په ژوب کې پر پوځیانو باندې برید د جولای په ۱۲ شوی وو چې په‌کې لږ تر لږه ۱۲ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې ۷ وسله‌وال بریدګر یې هم وژلي.

پاکستان په پرله پسې ډول د وسله‌والو بریدګرو له خوا د افغانستان د خاورې پر کاروونې اندېښنه ښودلې ده.

خو د دغو اندېښنو په ځواب طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې هېڅ وسله‌والې ډلې ته د نورو پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له الجزیرې عربي تلوېزیون سره په مرکه کې چې دا اوونۍ خپره شوه په دې اړه وویل: "د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې هغه زموږ خاوره د نورو پر ضد وکاروي. دا چې څوک اندېښنې لري او څه ډول اندېښنې لري، کولای شي چې هغه وخت په وخت له موږ سره شریکې کړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

سره له دې چې د طالبانو چارواکي ردوي چې د پاکستان مخالفه وسله‌واله ډله ټي ټي پي یا نورې ترهګرې ډلې افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د راپورونو له مخې د ټي ټي پي څو قومندانان او مشران د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې وژل شوي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

په دې سربېره د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت تر منځ څو واره د خبرو لپاره منځګړیتوب هم وکړ چې یو موقتي اوربند یې تر منځ ټینګ شو خو بیا له څه وخت وروسته مات او پر پاکستاني پوځ بریدونو زور واخیست.