امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو د حکومت له پلاوي او د افغانستان د یوشمېر وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو سره به د افغان ښځو د حقونو، امنیت، اقتصاد او د مخدرو موادو پرضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، چې دوی به له امریکايي لوري سره د تور لېست، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د اعتماد جوړونې د اقداماتو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
احمدتکل په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي محمداسحق اتمر سره مرکه کړې او لومړی یې د دې غونډې د اهمیت په اړه ترې پوښتلي دي:
دا مرکه د لېنک له کېکاږلو سره واورئ!
Your browser doesn’t support HTML5