د ژغورنې نړیوالې کمېټې د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه تورن کړي چې د افغان پناه غوښتونکو په برخه کې یې تراوسه ډېره بېغوري کړې ده.
دغې کمېټې په یوه نوي راپور کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړی ویلي چې د اروپایي ټولنې غړیو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانانو د خوندیتوب او ملاتړ اړتیاوو ته پام نهدی کړی.
دا راپور څومره مهم دی او ایا د افغان پناه غوښتونکو کوربه هېوادونه به وهڅوي چې د هغوی د میشتېدو چارې چټکې کړي؟
په همدې اړه اسدالله لودین د ځوانانو د پخواني معین او د چارو د کتونکي کمال سادات نظر پوښتلی دی.
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5