ایا طالبان به د بخښنې نړیوال سازمان وروستی راپور په پام کې ونیسي؟

ارشیف: وسله وال طالبان

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي.

دې سازمان په خپله یوه تازه اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو د بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې خپلې ژمنې ماتې کړي او برعکس یې د سرغړونو په کولو سره د ډېری افغانانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی.

خو ایا له طالبانو دغه ډول غوښتنې په اوس وخت کې کارنده دي؟

زموږ همکار محمد خاطر پردیس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې په اسټرالیا کې د بشر د حقونو د څار د نړیوالې ادارې غړي ماهر مومند نه مطرح کړې.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مومند سره مرکه