د پاکستان پنجاب کې قهرجنو خلکو د مذهب په سپکاوي یو تورن کس وژلی

ارشیف: پاکستاني پولیس

د پاکستان په پنجاب کې قهرجنو خلکو د مذهب په سپکاوي تورن کس وژلی دی.

د پنجاب صوبې د ننکانه صاحب په يوه تاڼه کې دننه قهرجنو خلکو د فبرورۍ پر ۱۱مه يو تن د مذهب سپکاوي په تور وژلی دی.

په ټولنیزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د پنجاب د صوبې په ننکانه صاحب په واربرټن پوليس پوستې ته بلواګر ننوتي او دروازي يې ماتې کړي.

بلوا ګرو چې کوم کس په تاڼه کې دننه وژلی، د قران پاک د سوځولو تور پرې لګول شوی وو.
تورن کس د پولیسو په قید کې و.

د پنجاب د پوليسو مشر عثمان انور تر دې پېښې وروسته ځيني پوليس چارواکي له دندو لیرې کړي دي.

د پنجاب پوليسو د فبرورۍ پر ۱۱مه په ټويټر پاڼه د ننکانه صیب د سیمې د پولیسو د دوو مشرانو د دندو د ځنډولو اعلان کړی او ویلي یې دي هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې قانون مات کړي.

د پاکستان پولیس

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د دې پېښې د پلټنو امر کړی دی.

د صدراعظم له دفتره په خپور شوي یو بيان کې دا پوښتنه شوې چې پولیسو ولې د قهرجنو لاریونوالو/بلواګرو مخه نه ده نیولې؟

په بیان کې راغلي، د قانون حاکمیت باید تامین شي.

د صدراعظم په حواله دا هم لیکل شوي چې هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي چې قانون تر پښو لاندې کړي.

بلخوا د پاکستان د علماوو د شورا مشر طاهر محمود اشرفي هم د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي چې د بلوا ګرو لخوا د اسلام د سپکاوي په تور د تورنو کسانو وژنه د خواشینی وړ خبره ده.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور د قهرجنو خلکو له خوا د تورنو کسانو د وژنې پېښي وخت په وخت رامنځته کېږي.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د پنجاب په خانيوال کې يو تن په د قران سوځولو په تور وژل شوی و.

تر هغې مخکې د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې په سيالکوټ کې پارېدلو خلکو د سريلانکا يو تبع د مذهب د سپکاوي په تور وواژه.