د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د بشري حقونو څارونکي: پاکستان دې د مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب په اړه اقدام وکړي


ارشیف، د پاکستان د ملي بیرغ یو انځور
ارشیف، د پاکستان د ملي بیرغ یو انځور

په پاکستان کې د بشري حقونو یوې څارونکې ادارې د دې هېواد پر چارواکو غږ کړی چې د مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل وروستي راپور کې چې د اپرېل په ۱۵مه خپور شو، ویلي چې تندلارو ډلو په دغه هېواد کې پرله‌پسې د شیعه وګړو جوماتونه، مذهبي غونډې، مذهبي مشران او نور انفرادي کسان په نښه کړي دي.

د همدې راپور له مخې په ۲۰۱۸ کال کې پر شیعه مذهبو په همدې ډول بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا راپور څو ورځې وروسته له هغه خپور شو چې په کوېټه ښار کې په یوه ځانوژونکي برید کې چې ظاهراً پر شیعه مذهبو هزاره‌ګانو شوی، ۲۰ تنه وژل شوي دي.

ارشیف، د پاکستان په مرکز کوېټه کې د وروستۍ چاودنې د ځای یو انځور چې ظاهراً په شیعه مذهبو هزاره‌ګانو شوې وه
ارشیف، د پاکستان په مرکز کوېټه کې د وروستۍ چاودنې د ځای یو انځور چې ظاهراً په شیعه مذهبو هزاره‌ګانو شوې وه

​د هغه برید مسؤلیت پاکستاني طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش دواړو په غاړه واخيست.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون راپور چې په ۲۰۱۸ کال کې د بشري وضعیت نوم ورکړل شوی، همداراز د هغو پېښو په اړه اندېښنې راپورته کړې چې ویل کېږي، خلک په زوره د مذهب اړولو او یا هم د پاکستان هندو او مسیحي اقلیتونو څخه ښځې او نجونې مسلمانو نارینه‌وو ته د ودولو لپاره مجبورېږي.

دغه کمېسیون وایي، تېر کال یوازې په سند ایالت کې له هندو او مسیحیته په زوره د ښځو او نجونو د اړولو شااوخوا زر پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغه څه په اړه هم اندېښنه وښوده چې دوی یې په پاکستان کې د جزا له قوانینو ناسمه استفاده یادوي.

د کمېسیون په خبره، له ۱۹۹۰ کال راهیسې په دې هېواد کې شااوخوا ۷۰ کسان اسلام ته د سپکاوي په تور ځورول شوي دي.

کمېسیون وایي، د جزا قوانین تر ډېره د خلکو د هغو غلطو شکایتونو پر اساس پلي شوي دي چې هغوی خپلې شخصي ستونزې په‌کې درلودې.

د راپور له مخې، په ډېرو مواردو کې مقدساتو ته د سپکاوي ادعاوې داسې حالت رامنځته کوي چې مخکې تر دې چې متهم په قانوني ډول محاکمه شي، هغه د خلکو له غبرګونونو سره مخامخ او حتی په قصدي ډول وژل کېږي.

د راپور له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۴۰ کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور اعدام ته انتظار باسي او یا هم عمري بندي دي.

XS
SM
MD
LG