د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

په سيند ایالات کې هندوې نجونې تښتول کېږي او په زور مسلمانېږي


د پاکستان د بشري حقونو سازمان په سيند ايالت کې د هندوو نجونو پر تښتونو، د هغوي په زور مسلمانولو او نکاح ورسره تړلو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

همدارنګه د هندو لږکېو يوې شورا هم ويلي، چې په دې وروستيو کې يې ګڼ شمېر نجونې تښتول شوي او په زور دې ته اړ ايستل شوي چې مذهب پرېږدي او مسلمانو ځوانانو ته په نکاح شي.

د پاکستان په هر ايالت کې سيکان او هندوان له هغه مهاله راهيسې ژوند کوي، چې د دې هېواد ټولې شمالي او مغربي سيمې د هند برخه وې.

د سيند ايالت په زیاترو سيمو کې هم هندوان اوسېږي چې د تجارت تر څنګ په دولتي ادارو کې هم وظيفې تر سره کوي.

سيند مېشتي هندوان وايي له تېرې څه مودې راهيسې يې ژوند تريخ شوى او په ناکړې ګناه يې نجونې تښتول کېږي، په زور مسلمانې کېږي او بيا دې ته اړايستل کېږي چې له مسلمانو ځوانانو سره نکاح وتړي.

په سيند کې د هندوانو د يوې شورا مشر رميش کمار وايي له کراچۍ پرته د سيند په اکثره سيمو کې هندوان ځانونه خوندي نه احساسوي او لوڼې يې تښتول کېږي:

"په مياشت کې له لسو تر پينځلسو پورې هندوې نجونې دا ډول تښتول کېږي، په تېرو پينځلسو ورځو کې هم شپږ نجونې تښتول شوې دي، په زور مجبوره کېږي چې مسلمانې شي او له تښتوونکېو مسلمانو ځوانانو سره نکاح وتړي"

د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم په سيند کې هندوو نجونو پر تښتونو او په زور مسلمانولو اندېښنه څرګنده کړې او دا يې يو بشر ضد عمل بلل چې له هغوى سره دي د هغوى له خوښې پرته په زور نکاح وتړل شي. په کراچۍ کې د پاکستان د بشري حقونو د سازمان مرستيال مشر قانونپوه امرنات وايي د پاکستان محکمو د دغو هندوو نجونو په را خوشي کولو کې هيڅ مرسته نه ده کړې:

"نه مو پوليس او نه مو محکمه مرسته کوي، څلور مياشتې وشوې دغه نجونې د دوى په ولکه کې دي خو مور و پلار يې ورسره د څلورو ورځو لپاره هم کښېنستلو ته نه پرېښوول کېږي، دا يوه محکمه ده، دا د ځينو مذهبي افراطيانو خبره نه ده، که زه يوه افراطي مسلمان ته ووايم چې دغه هندوه مور له خپلې لور سره پاتېدل غواړي کېداى شي په ډزو مي ووهلي، څوک دي ماته دا ووايي چې هندو ځوانان ولې مذهب نه بدلوي، نجونې په زور مسلمانېږي او نکاح وې ورسره تړل کېږي، محکمې دا جرم نه ګڼي او د اسلام د سند په لرلو سره يې مجرمينو ته له دې جرمه برائت ورکول کېږي"

تښتول شوې هندوې نجونې رينکل کماري، ډاکټر لتا کماري او پوجا دېوي نومېږي چې د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات افتخارمحمد چوهدري يې هم له خپله اړخه د تښتونو او په زور مسلمانولو او ورسره نکاح تړلو د قضيو پلټنې پيل کړې دي. د دغو تښتول شويو هندوو نجونو کورنۍ وايي نجونو يې هيڅکله نه غوښتل چې مسلمانې شي او له مسلمانو ځوانانو سره ودونه وکړي:

"خور مي رينکل نومېږي، موږ د ميرپور اوسېدونکې يو، خور مي تښتول شوې ده او له موږ سره د ليدلو اجازه نه ورکول کېږي، هغې ډېر ژړل او ويل يې چې موږ له ځانه سره بوځئ، تر تښتول کېدو وروسته يې په دويمه ورځ يې په زور نکاح تړل شوې ده"

يو ديني عالم مولانا قاسم محمود وايي په هند او نورو هېوادونو کې ګڼ شمېر مسلمانان چې اوسېږي، دوى ته خپله مذهبي ازادي ورکړل شوې خو دا ډېر د تاصف ځاى دى چې په پاکستان غوندې يوه اسلامي هېواد کې دي غيرمسلمانې نجونې په زور مسلمانې کېدو ته اړ ايستل شي:

"د رسول اکرم صل الله عليه وسلم او د صحابه وو په ټول ژوند کې داسې چرته هم نه ده شوې چې هغوى څوک په زور مسلمان کړى وي او په زور يې کليمه په ويلې وي، نو د يو واده دپاره په مسلمان هېواد کې دننه په زور سره په يوې غيرمسلمانې باندې کليمه ويل، مسلمانول او ورسره نکاح تړل ډېره د افسوس خبره ده"

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان ايالت په مرکز او ځينو بلوڅي سيمو کې مېشت هندوان هم شکايت کوي چې له اوږدې مودې راهيسې دلته ژوند کوي، خو له تېرو څو کلونو راهيسې يې ژوند تريخ شوى، خلک يې تښتول کېږي، وژل کېږي خو حکومت يې په مخنيوي کې پاته راغلى دى، دوى وايي چې د همدې ناخوندي ژوند له امله يې ډېرې کورنۍ هند ته کډه شوې دي.

بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG