د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د اقليتي چارو وزير شبهاز بهټي ووژل شو


د اقليتي چارو وزير شبهاز بهټي
د اقليتي چارو وزير شبهاز بهټي
د اقليتي چارو وزير شبهاز بهټي چې د پاکستان د مرکزي کابینې یو له مهمو وزيرانو څخه ګڼل کېده د چهار شنبې په ورځ په پایتخت اسلام اباد کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د اسلام اباد د امنيتي مسوولینو د معلوماتو له مخې نوموړی د مرکزي کابینې په غونډه کې د ګډون لپاره روان و چې د دغه ښار په مرکزي سیمه ای ۸ کې د وسله والو تر برید لاندې راغی.

د اسلام اباد پولیسو مشر اسد دراني رسنیو ته ويلي، چې پر نوموړی په ای ۸ سیمه کې د خپلې مور له کوره تر راوتو وروسته د درېیو تنو وسله والو له خوا برید شوی چې په وینایې تر پېنځه ويشتو پورې ډزې پرې شوي :

(شهباز بهټي ته ډير ځله د مرګ ګواښونه شوي او د همدې ګواښونو په نتیجه کې مو یوه ډله اضافي امنيتي ساتونکي د هغه په ساتنه ګومارلي ول،خو له بده مرغه هغه به چې کله هم د خپلې مور کور ته ته ،نو ټول ساتونکي به یې په خپل کور یا دفتر کې پرېښودل.

د نوموړي موټر چلوونکی چې له بریده روغ رمټ وتلی پولیسو ته ویلي چې د برید کوونکيو شمېر درې تنه و چې په وینا یې پر کلاشنکوفونو سمبال ول.)

اسد دراني ويلي، چې شهباز بهټي ته یې تر هغو ګواښونو وروسته چې د ناپېژاندو کسانو له خوا ورکړل شوي ول اضافي امنيتي ساتونکي ورکړي ول خو د پېښې عیني شاهدانو ويلي چې د برید پر مهال له نوموړي سره یواځې یو ډرايور ملګری و.

پاکستاني تلويزيونونو هغه پاڼې ښودلي چې بريد کوونکيو د پېښې په ځای کې پريښي،په دغو پاڼو کې چې د تنظيم القاعده،تحريک طالبان پنجاب نوم پرې لیکل شوي ويل شوي چې هر هغه څوک چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په قانون کې د ترمیم هڅه وکړي له ورته برخلیک سره به مخ شي.

د یاد قانون له مخې اسلامي مقدساتو ته دسپکاوي سزا مرګ ده،خو شهباز بهټي یو له هغو کسانو و چې په دې قانون کې د ترمیم او بدلون غوښتنه یې کوله.

شهباز بهټي د مذهب له پلوه مسيحي و او د واکمن پيپلز ګوند له مخکښو مشرانو څخه ګڼل کېده، تر نوموړي وړاندې د پنجاب ایالت پخوانی والي سلمان تاثیر چې دغه ډول هڅې یې کولې د روان میلادي کال د جنوري په لومړېو کې د خپل یوه ساتونکي له خوا په همدې ښار کې ووژل شو.

که څه هم د پاکستان صدراعظم ویلي، چې په دغه قانون کې د لاس وهنې نيت نه لري خو پاکستاني رسنیو څه موده وړاندې خبر ورکړی و چې نوموړي د کورنیو او بهرنیو فشارونو په نتیجه کې په هغه کې دبدلون راوستو پرېکړه کړې.

راپور- مجيب الرحمان انګار،پېښور
XS
SM
MD
LG