د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

امریکا: په نړۍ کې د مذهب په خاطر د خلکو ځورول لا هم په پراخه پیمانه موجود دي


د امریکا متحده ایالات وايي، په ټوله نړۍ کې د مذهب یا عقیدې په خاطر د خلکو ځورول لا هم په پراخه پیمانه موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې‎شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» په واشنګټن کې وویل، د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې اوس او په راتلونکي کې هم د مذهبي ازادیو ساتلو ته ژمن دی.

نوموړي په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د خپل وزارت د کلني راپور د خپرېدو په مناسبت وویل، په ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې اسناد د مذهبي ازادیو څخه د هغو سرغړاویو څرګندونه کوي چې د حکومتونو، ترهګرو ډولو او افرادو له‎خوا ترسره شوي.

پامپیو وویل، موږ باید د دې ستونزې د هواري لپاره په ګډه کار وکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
  • ایران

په راپور کې د ایران په جزايي قانون کې یو شمېر مادو ته اشاره شوې ده چې په‎دې هېواد کې د کلونو راهیسې پر تورنو کسانو عملي کېږي.

په‎دې هېواد کې دا راپور د هغو کسانو د اعدامونو یادونه کوي چې د "خدای سره په دښمنۍ" او یا د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن شوي وو.

  • افغانستان

په راپور کې د افغانستان په اړه ویل شوي چې په‎دې هېواد کې د دولت په قوانینو له اسلامه وتل ارتداد دی او پرې تورن د مرګ، زندان او یا د جایداد د کنګل کېدو سره مخ کېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په‎دې راپور کې د داعش ډلې له‎خوا په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو پر مذهبي ځایونو د بریدونو او د طالبانو له‎خوا د هغو سُني دیني عالمانو د وژنې یادونه هم شوې چې د وسله‎والو طالبانو په څېر نظریات نه‎لري.

  • پاکستان

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي سم براونبک د سې‎شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» واشنګټن کې د دې راپور د مهمو ټکو د بیان پر مهال په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په اړه د قانون یادونه هم وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی سم براونبک
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی سم براونبک

ښاغلي براونبک وویل:

"موږ په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ د نشتوالي په اړه ډېر اندېښمن یوو. په‎دې هېواد کې د مدني ټولنې د راپورونو پر اساس شااوخوا ۵۰ کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور عمري بند ګالي او ۱۷ تنه له دوی څخه د اعدام په تمه دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپرېل په میاشت کې په مردان کې د پارېدلو کسانو له‎خوا د مشال خان په نوم د یو ځوان د وژل کېدو یادونه هم شوې چې مقدساتو ته په سپکاوي تورن و، خو وروسته ثابته شوه چې دا تورونه درواغ وو.

  • روسیه

په راپور کې د روسیې یادونه شوې ده چې په اساسي قانون کې یې خلکو ته د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو ازادي ورکړل شوې، خو وايي چې د روسیې حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تصویب شویو ترهګرۍ ضد قوانینو پر بنسټ د ګڼو مذهبي اقلیتونو مبلغین ځوروي.

په راپور کې په روسیه کې عیسویت د ځیني اقلیتي فرقو او مسلمانانو د ازار او اذیت یادونه شوې ده.

XS
SM
MD
LG