د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

پاکستان کې ۵ تنه د یوې عيسوي جوړې پر وژلو په مرګ محکوم شول


په پاکستان کې د ترورېزم ضد يوې محکمې پنځو کسانو ته د یوې عيسوي جوړې د وژلو په تړاو د مرګ سزا واوروله.

دا ښځه او سړی د یوې جنايتکارې ډلې له‎خوا د کفر په تور وژل شوي وو.

د پاکستان په ډېره محرومه عيسوي طبقه کې د محکمې دغه حکم يوه بريا ګڼل کېږي چېرته چې پخوا چارواکو د عيسويانو پر ضد د تاوتريخوالي قضيې له پامه غورځولې څو د قوي اسلامي سخت دريځو ډلو غُصه راونه‎پاروي.

په لاهور ښار کې د ترورېزم پر ضد محکمې د چهارشنبې په ورځ همداراز اتو نورو کسانو ته د دغې عيسوي جوړې په وژلو کې د لاس درلودو په تور هر يوه ته د دوو کلونو د بند سزا واوروله.

دې محکمې ۹۳ نورو کسانو ته له همدې قضيې سره په تړاو برأت ورکړ.

د شمع بي بي او شهزاد مسيح مدافع وکيل رياض انجم ويلي، پنځه کسان چې په اعدام محکوم شول، د کشولو، وهلو ډبولو او سوځلو په جرم مجرم وپېژندل شول او اته نور کسان په دې پېښه کې د ملاتړ په جرم په زندان محکوم شول.

دا څرګنده نه‎ده چې دغه کسان به څه وخت اعدام شي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د دې عيسوي جوړې په ظالمانه توګه وژل کېدل په پاکستان کې د غُصې راپارېدو لامل شو او دا پېښه د پاکستان د ټول نفوس دوه فیصده عيسويانو د بد وضعيت څرګندونه کوي.

دغه قتل همداراز د پاکستان پر هغه قانون نړيوال انتقادونه راوپارول چې مقدساتو ته د سپکاوي پر ضد په اتيايمه لسیزه کې جوړ شوی وو.

په پاکستان کې مقدساتو ته سپکاوی د مرګ په سزا مجازات کېږي چېرته چې يوازې يو تور هم کولای شي د تورن پر ضد د جنايتکارو ډلو د غُصې لامل شي.

د پاکستان د بشري حقونو مدافع ډلو غوښتي چې پر دې قانون بايد له سره غور وشي او ادعا کوي چې د عيسويانو پر ضد د شخصي دعوو له کبله دغه قانون کارول کېږي.

شهزاد مسيح او شمع بي بي بې‌ګناه تورن شوي وو چې د قرآنکریم پاڼې يې د کثافاتو په منځ کې اچولي او دغه مقدس کتاب ته‌يې سپکاوی کړی دی.

د دوی له وژل کېدو وروسته دا څرګنده شوه چې دا پر دوی ناسم تور وو.

XS
SM
MD
LG