د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

نواز شریف: دین ته سپکاوي کوونکي مطالب دې له ټولنیزو شبکو پاک شي


مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې جرم دی او که پر چا ثابت شي د مرګ له سزا سره مخ کېدای شي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، په ټولنیزو انلاین رسنیو کې مقدساتو ته د سپکاوي په اړه د خپرېدونکو موادو پر ضد د نوازشریف سخت دریځ په هغو انتخاباتو کې چې راتلونکی کال ترسره کېږي د سخت دریځو رأی ورکوونکو د رأی ترلاسه کولو یوه هڅه ده.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف
د پاکستان صدراعظم نوازشریف

د پاکستان صدراعظم نوازشریف له‎خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي:

"د داسې موادو «چې مقدساتو په کې سپکاوی شوی وي» د لیرې کولو او یا بندولو لپاره دې سمدستي اقدامات وشي."

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د انلاین ټولنیزو رسنیو د بهرنیو کمپنیو سره دې اړیکې ونیسي او ترې دې وغواړي چې هغه مواد له خپلو پاڼو لیرې کړي چې په‌کې دین ته سپکاوی شوی وي.

نوموړي د کومې ځانګړې انلاین ټولنیزې شبکې نوم نه‎دی یاد کړی خو پاکستان کې فېس‌بوک، انسټاګرام او ټویټر انلاین شبکې ډېر کارونکي لري.

د نوازشریف په بیان کې ویل شوي:

"ټولې اړوندې ادارې دې د هغو کسانو د موندلو لپاره یو موټی شي چې داسې مواد خپروي او هغوی ته دې د قانون سره سمه سخته سزا ورکړل شي."

دین ته سپکاوی پاکستان کې یوه حساسه مسئله ده او د امنیتي مطالعاتو او څېړنو د مرکز په وینا تر اوسه دین ته د سپکاوي د تورونو پر سر په دې هېواد کې لسګونه کسان د پارېدلو سخت دریځو له‎خوا وژل شوي دي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پنجاب والي سلمان تأثیر وروسته له هغې د خپل ساتونکي له‎خوا ووژل شو چې نوموړي د پاکستان پر هغو قوانینو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه چې پر بنسټ‌یې مقدساتو ته د سپکاوي په قضیو کې درنې سزاوې ټاکل شوې دي.

د پنجاب والي سلمان تأثیر
د پنجاب والي سلمان تأثیر

که څه هم د سلمان تأثیر قاتل ممتاز قادري تېر کال اعدام شو، خو د دې هېواد په مذهبي کړیو کې نوموړي ته د یو اتل په سترګه کتل کېږي.

نوازشریف همدارنګه د هغو کسانو لپاره هم پر سزا ټینګار کړی چې د دې هېواد مقدساتو ته د سپکاوي قوانین د خپلو شخصي شخړو لپاره کاروي.

د دې قوانینو منتقدین وايي، ډېر کله خلک د شخصي اغراضو او شخړو له کبله یو بل مقدساتو ته په سپکاوي تورنوي چې له درنو سزاګانو سره مخ کېږي.

د سې شنبې په ورځ تر دې مخکې کراچۍ کې د هندوانو د هولي په جشن کې د پاکستان صدراعظم وویل، دا به د پاکستان د اقلیتونو د حقونو لپاره چې د ده په وینا "غیر عادلانه چلند ورسره شوی" مبارزه وکړي.

د جنورۍ میاشت کې نوازشریف پنجاب کې د هندوانو د یو لرغوني مندر د ودانۍ چارې هم پرانیستې.

څارونکو د نوموړي دا اقدام پاکستان کې اقلیتونو ته د ډاډ ورکولو او په نړۍ کې د دې هېواد د تصویر د ښه کولو هڅه بولي.

XS
SM
MD
LG