د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

دیني عالمان:ایران د افغان کډوالو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخلي


په کونړ کې په سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د ایران له خوا سوريې او نورو هېوادونو ته د جنګ په خاطر د افغانانو لېږل وغندل او له ایران يې وغوښتل چې د افغانانو له مجبوریتونو او بې وسۍ دې ناوړه ګټه نه اخلي.

د کونړ د ولایتي شورا رییس حاجي جمال الدین سیار وویل، پاکستان او ایران د افغان مهاجرینو له مجبوریتونو ناوړه استفاده کوي، پاکستان يې افغانستان ته د جنګ لپاره رالېږي او ایران یې د افغانستان ترڅنګ سوريې او ایران ته هم د جګړې تودو سنګرونو ته په زوره لېږي.

ښاغلي سیار زیاته کړه:

"دغه ځوانان په ایران کې په دسته جمعي ډول په کانټېنرونو کې بندېږي، سوريې ته د جنګ لپاره لېږل کېږي، هلته یا وژل کېږي او یاهم د مخالفینو ډلو له خوا نیول کېږي، داظلم موږ کونړیان نشو زغملی، په ټولو هېوادونو او ګاونډیانو غږ کوو چې نور دي زموږ د وینو سلسله ودروي."

مولوي نجیب الله حقیار وویل ایران په اوسنیو حالاتو کې د اسلامي هېوادونو او اسلامي مقدساتو لپاره خطرناک هېواد دی، ټولې اسلامي نړۍ ته پکار ده چې په خلاف يې یو موټی شي او حرمینو ته چې د ایران له خوا کوم ګواښونه متوجه دې باید مخه يي ونیسي:

"موږ به له حرم شریف نه کلکه، ثابته او سالمه دفاع کوو ،که زموږ دغو دیني شعایرو ته څوک په سپکه ګوري او د هغي بې حرمتي کوي، نو موږ د افغانستان مسلمان ملت به يې په خلاف جنګ او مقابلې ته د سر او مال په بیه چمتو یو او چاته به اجازه ورنکړو چې د اسلام دغه مقدسات ویجاړ او یايې توهین کړي."

د یادې غونډې یوه بل ګډونوال استاد عبدالطیف فضلي وویل، ایران په اسلامي نړۍ کې مذهبي جنګ ته لمن وهي او یادو جنګونو کې له افغانانو ګټه اخلي:

"ایران مذهبي جنګونو ته لار هواروي، له دې ځایه او ایران په زرګونو هزاره افغانان،سوريي، لبنان او یمن ته لېږي او ځیني ایران پلوه جاسوسان په پارلمان کې ناست دي او هم په وزیرانو کې داسي کسان شته چې ایران ته کار کوي، دغه ځوانان سوریې او نورو عربي هېوادونو ته لېږي او هلته د سنیانو خلاف جنګېږي."

د غونډې ګدونوالو له افغان دولت او نړېوالې ټولنې وغوښتل چې باید پر ایران زور راوړي څو د خپلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره بې وزله افغانان ونه کاروي.

په دې وروستیو کې نړېوالو خبري اژانسونو داسې خبرونه خپاره کړې چې له ایران څخه شاوخوا۲۰ زره افغانان په زوره سوريې ته د دې لپاره لېږل شوي چې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ جنګ وکړي چې یو شمېر يې د بشارالاسد مخالف وسله والو نیولي هم دي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG