د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د مردان پولیس وايي پر مشال خان ډزې کوونکی يې نیولی


د خیبر پښتونخوا په مردان کې پولیس چارواکي وايي، مذهب ته د سپکاوي په تور یې د عبدالولي خان پوهنتون د محصل مشال خان په وژنه کې ککړ هغه تن نیولی چې پر هغه یې ډزې کړې وې.

د مردان د پولیسو مشر عالم خان شینواري د پنجشنبې په ورځ ناوخته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه کس عمران نومېږي او په پوهنتون کې د مشال خان ټولګیوال وو.

په عبدالولي خان پوهتون کې یو شمېر قهرجنو محصلینو د روانې میاشت په ۱۳مه نېټه د همدې پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل له دې امله په وهلو ډبولو وواژره چې ګواکې پر ټولنیزو رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.

د مردان د پولیسو مشر خبري غونډې ته وویل چې عمران یې تر تحقیقاتو وروسته نیولی او په خبره یې چې نوموړي په محکمه کې پر مشال خان د ډزو اعتراف کړی دی.

نوموړی په دې وايي:

"پر مشال خان ډزې کوونکی عمران نومېږي چې هغه د مشال خان ټولګیوال و. تر نیولو وروسته نوموړي د تحقیقاتو په اوږدو کې خپل جرم منلی او اعتراف یې کړی چې پر مشال یې په تمانچه دوه ډزې کړي دي."

د شینواري په خبره، د مشال خان د وژلو په قضیه کې یې تردې دمه۴۱ کسان نیولي او زیاتوي چې تحقیقاتي ډله د دغه قضیې هر اړخېز تحقیقات روان کړي دي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د محصلینو له خوا مذهب ته د سپکاوي په تور د ځوان مشال خان په خلاف په پاکستان، په ځانګړي توګه خیبر پښتونخوا کې خلکو تُند غبرګون وښود او له حکومته یې وغوښتل چې د مشال خان وژونکي دې ونیسي او سزا دې ورکړي.

که څه هم د عبدالولي خان قهرجنو محصلینو مشال خان په دې تور په وهلو ډبولووواژه چې ګوندې مذهب ته یې سپکاوی کړی و، خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې تر اوسه یې داسې شواهد نه‎دي موندلي چې ګوندې مشال خان مذهب ته سپکاوی کړی وي.

په عین حال کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د مشال وژنه مذهب ته سپکاوی نه، بلکې یو سازش بللی و او ټینګار یې کړی و چې په دې پېښه کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

له بلې خوا بیا د پاکستان قاضي القضات او د دې هېواد وزیراعظم نواز شریف همد مشال خان د وژنې خبرداری اخیستی و او دا یې ناوړه عمل بللی و.

د یادونې وړ ده چېپر خیبر پښتونخوا سربېره په کابل، جلال اباد، خوست، بلخ او نورو سیمو کې هم ګڼ شمېر لیکوالو او مدني فعالانو د مشال خان د یادونې په مناسبت غونډې کړې وې او د هغه وژنه یې غندلې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG