د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

کتونکي:ایران او پاکستان د افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوله


د افغان کتونکو په وینا له ولسمشر کرزي نه د یو ایراني خبریال پوښتنې هغه شکونه په یقین بدل کړي، چې کلام پاک ته د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې د اعتراضونو تر شا د سیمې د استخباراتو لاسونه بولي.

په دغو اعتراضونو کې، چې د شپږو ورځو لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یي دوام وکړ، له دیرشو زیات کسان وژل شوي له دوو سوو زیات ټپیان شوي او عامه شتمنیو ته زیان اړول شوې.

ددې اعتراضونو په شپږمه ورځ که څه هم افغان ولسمشر خلک ارامې ته هڅول، خو یو ایراني خبریال کلام پاک ته د سپکاوي په پیښه کې د ښکیلو سرتیرو د محاکمې د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته د خلکو غوښتنه ورسوي:

(د مظاهره کوونکو یوه اساسي غوښتنه دا ده، چې د دې پیښې عاملان باید د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانیو په رڼا کې محاکمه شي، نو دوي ولې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې نه محاکمه کیږي.؟)

دا ایرانې خبریال حاجي نژاد نومیده، چې د ایران صدا او سیما ته یي کار کاوه.

که څه هم افغان ولسمشر په خپل ځواب کې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو او نړېوالو قوانینو په پام کې ساتل ضروري وبلل، خو ځینې کتونکو بیا د ولسمشر په ځواب انتقاد کوي.

احمد سعیدي وایي، چې ایران او پاکستان دواړه مسلمان هېوادونه دي، خو کلام پاک ته د سپکاوي د پیښې د غندلو لپاره یو وګړې یي هم واټ ته راونتولو.

ده له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې د ایراني خبریال پوښتنې ته له ولسمشر کرزي نه د داسې یو ځواب غوښتنه کوله:

(دا قران کریم د ټول ملت دی نو په ایران کې ولې مظاهر ونشوه.)

په دغو اعتراضونو کې د لسګونو افغانانو ترڅنګ شاوخوا څلور امریکایي پوځیان هم ووژلې شول او له اوو زیات ټپیان شول، چې دې پیښو بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو ویره هم زیږولې.

له بل لوري د ولسي جرګې غړو هم پدې اعتراضونو کې د سیمې د استخباراتو د مداخلې په اړه خبردارې ورکړې وو.

ددې جرګې یوه غړې شینکۍ کړوخیل هم په شوېو اعتراضونو کې د سیمې د استخباراتو لاسونه ښکیل بولي او له خلکو غواړي، چې باید په زیات دقت سره عمل وکړي.

زیاتره افغانان په دې باور دي، چې ایران او پاکستان د دین او مذهب په نامه تل د افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي، څو خپل اهداف ترلاسه کړي.

افغان ولسمشر که څه هم کوم څرګند نوم یاد نکړ، خو له خلکو یی وغوښتل، چې د هیواد د سولې او امن دښمنانو ته باید موقع ورنکړي، چې ددوی له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.

ده خلکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت دا مسئله په جدي توګه تعقیبوي او له امریکایی مشرانو سره به په خپلو تماسونو کې د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړي، چې پدې پیښه کې ښکیل دي.

دغو اعتراضونو په داسې حال کې دوام وکړ، چې امریکایی مشرانو له افغان حکومت او خلکو نه بخښنه غوښتله او د پیښې په څیړلو کې یی د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
XS
SM
MD
LG