طالبان: ترکیه کې د زلزلې له کبله لږترلږه ۱۰۰ افغانان مړه او ټپیان شوي

د رسمي شمېرو پر بنسټ په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له ۱۱۲۰۰ د زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ترکیه کې د دوشنبې ورځې په زلزله کې لږترلږه ۱۰۰ افغان کډوال هم مړه او ټپیان شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل نن ازادي راډیو ته وویل، دوی ته رسېدلو راپورونو له مخې لږترلږه ۱۰۰ افغانان مړه او ټپیان شوي او د هغوی کورونه هم وران شوي دي.

د تکل په خبره دا شمېرې لومړنۍ دي او کېدای شي زیاتې شي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له ۱۱۲۰۰ د زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، احتمال لري چې په ترکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو شمېر ۲۰ زرو ته ورسېږي.