له افغانستان د امريکايي ځواکونو پر وتلو د 'واشنګټن ايګزماينر' ورځپاڼې تبصره

ارشيف

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼه:

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې ملت ته د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر د کلنۍ وینا په درشل کې د افغانستان مساله را اخیستې ده.

ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په خاطر پر جو بایډن ډېر انتقادونه وشول چې ولې یې دومره بېړه وکړه چې له ویرې د کابل له هوایي ډګره د امریکایي پوځیانو د وتلو پر مهال ځینو افغانانو له الوتکو ځانونه واچول.

د ورځپاڼې په باور له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو پېښې په متحد ایالتونو کې د جمهور رئیس بایډن پر محبوبیت اغېز وکړ او د ولسمشرۍ په لومړي کال یې د محبوبیت کچه په متحد ایالتونو کې راښکته شوه.

ورځپاڼه لیکي، اوس چې روانه اوونۍ ولسمشر بایډن ملت ته وینا کوي په افغانستان کې لوږه زیاته شوې او د ښځو حقونه سخت تر پښو لاندې شوې دي.

واشنګټن ایګزماینر د خپرې کړې مقالې په یوه برخه کې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال بلنې ته هم اشاره کړې ده، چې د ولسمشر بایډن د وینا غونډې ته یې په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې رویا رحماني ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

رویا رحماني د دوه زره اتلسم کال له ډسمبره د دوه زره یو ویشتم کال تر جولای پورې په متحده‌ایالتونو کې د افغانستان سفیره وه.

ورځپاڼه لیکي چې، اغلې رحماني ته په دې غونډه کې د ګډون د بلنې هدف دا دی چې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو اغېزې په جګړه ځپلي افغانستان کې چې طالبان پرې واکمنان دي، روښانه کړي.

کانورزیشن:

د لوېدیځ یوه بله چاپي خپرونه کانورزیشن په خپله تازه ګڼه کې لیکي چې، د طالبانو له لورې په غیردولتي نړیوالو او کورنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار له بندیز سره بې‌کارې زیاته شوې او هسې هم د طالبانو له واکمنۍ سره په عمومي ډول د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

طالبانو د ډسمبر په وروستیو کې د روغتیا له برخې پرته په نورو کورنیو او نړیوالو غیردولتي مؤسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

د کانورزیشن خپرونه وړاندې لیکي، په دوه زره اتلسم میلادي کال کې په افغانستان کې د خوارانو تقریبي احصاییه دوه اویا په سلو کې وه چې اوس اووه نوي فیصدو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر رامز الاکبروف په وینا د اوس لپاره پنځه نوي فیصده افغانان د خوراک لپاره بشپړ خواړه نه‌لري او په هغو کورنیو کې چې مېرمنې یې سرپرستي کوي دا کورنۍ سل په سلو کې له دې ستونزې سره مخامخ دي.