خلیلزاد بیا د نجونو زده کړو په اړه د 'مولوي عبدالحمید' نوې څرګندونې وستایلې

ایرانی دیني عالم مولوي عبدالحمید

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه د ایراني دیني عالم مولوي عبدالحمید پيغام واوري.

پرون یو ځل بیا د مولوي عبدالحمید نوې وینا خپره شوې چې په کې یې د افغان نجونو له‌ زده‌کړو او کار ننګه کړې او په دې برخه کې په دوی بندیزونه غیرشرعي بللي.

خلیلزاد نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دی د مولوي عبدالحمید له هغې خطبې ستاینه کوي چې په کې د نجونو او ښځو د زده‌کړې د ملاتړ او تر خوا یې په سړې هوا کې له افغانانو سره د بشري مرستو غوښتنه کوي.

مولوي عبدالحمید موده وړاندې هم یوه پیغام کې ویلي و، افغان نجونې شرعي حق لري چې زده‌کړه او کار وکړي.