بحراني وضعیت؛ د ملګرو ملتونو بل لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي، د بشري چارو مرستیال او د دغه سازمان لوړپوړی پلاوی د افغانستان د بحراني وضعیت په تړاو خبرو لپاره کابل ته تللی.

سټیفن دوجاریک پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې کابل ته د مارټین ګریفیټس په دې سفر کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان مشره جانتي سویی ریپتو، د پاملرنې موسسې مشره سوفیا سپریچمن او د یونېسف مشر عمر عبدي ملګري دي.

د دوجاریک په خبره د ښځو پر کار د طالبانو د تېرې میاشتې بندیز د دغو ادارو ډېر فعالیتونه درولي او دا اندېښنې ورسره زیاتې شوي چې ممکن د افغانستان وضعیت بدتره شي.

اوچا په یوه نوې څېړنه کې اټکل کړی چې ۲۰۲۳ کال کې به شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.