افغانستان کې خپلسرې درملنه؛ په خپل سر د درمل خوړلو زیانونه کوم دي؟

ارشیف: په کابل کې یو درملتون

خپلسرې درملنه یا د ډاکتر د لارښونې پرته درمل خوړل هغه ستونزه، چې په افغانستان کې له ډېر پخوا راهیسې روانه ده.

بهرام حقمل د نیمروز ولایت اوسېدونکی دی.

هغه وايي چې د خپلسرې درملنې له امله یې یو وراره مړ شوی هم دی.

د بهرام په وينا، څه موده وړاندې يې مور د تل په څېر پرته له دې چې له کوم ډاکتر سره مشوره وکړي، وراره ته یې په کور کې موجود درمل ورکړي وو.

نوموړی زیاتوي: "ځینې درمل چې مور مې د ډاکتر له مشورې پرته کارول، د دې لامل شول چې لمسی يې مړ شي. له بده مرغه زما کوچنی وراره مړ شو، ځکه درمل یې د ډاکتر له مشورې پرته ورکړي وو."

هغه دغه راز وویل: "زما مور تل د ډاکتر له مشورې پرته درمل خوري."

د غزني ولايت اوسېدونکى زين هم وايي چې د عبدل په نوم يو خپلوان يې درې مياشتې وړاندې په دايکندي ولايت کې د خپلسري درملنې له امله مړ شو.

د زين په وينا، عبدل د دايکندي ولايت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکی او شاوخوا ٦٠ کلن و.

زين زياته کړه چې عبدل مخکې له دې چې ډاکتران يې ناروغي معلومه کړي، په کور کې شته درمل خوړلي وو، چې له امله یې مړ شو.

نومړی وايي: "هغه په خپل سر ګولۍ/ تابلیتونه خوړل، له هغه وروسته چې ډاکتر ته لاړ ورته يې ويلي و چې په خپل سر يې درمل خوړلي، همغه و چې درملنه یې ونه شوه، غزني، او وروسته یې کابل راوست، خو نتيجه يې ورنه کړه او په پایله کې مړ شو."

زين وايي، دی بیا د اقتصادي ستونزو له امله په پرله پسې ډول، خپلې مور لپاره د هغه نسخې له مخې درمل اخلي چې ډاکتر ورته څو مياشتې وړاندې ورکړې وه.

په دې راپور کې چې له کومو کسانو سره مرکې شوي او د افغانستان د ۱۱ ولایتونو اوسېدونکي دي، ازادي راډیو ته یې وویل چې تر اوسه یې د تابلیت کا K ټرېمادول، اومیپرازول، ډیازپام، رایزک، ریلیف او د سیفتریا کسون پیچکارۍ په ازاد ډول له درملتونونو او نورو پلورونکو څخه اخیستي چې ځینې یې د روږدي کېدو او جانبي عوارضو لامل هم شوي دي.

يو شمېر يې دا هم تاييدوي چې د دوى په سيمو کې په ځانګړې توګه ډېر عمر لرونکي خلک د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره ترياک کاروي.

د دې راپور مرکه کوونکو دا هم ویلي چې دوی معمولاً د ډاکتر له مشورې پرته د خپلو ډېری ناروغیو په ځانګړي ډول د ساه لنډۍ، د معدې درد، د هډوکو درد، خپګان، زکام او سر درد لپاره په خپل سر درمل کاروي.

روغتیا پالان هم په خپل سر د درملو د خوړلو او استعمال له امله د یو شمېر ناروغانو د مړینې موضوع تاییدوي.

په کابل کې د داخلې ناروغیو متخصص ډاکټر سید امان الله روحان وایي: "کله چې د درملو دوز زیات وی او د ډاکتر له خوا دوز نه وي ټاکل شوی، داسې درمل شته چې نیفروټوکسیک دي او په پښتورګو ډېر ناوړه اغېز کوي، دا درمل کولای شي پښتورګې غیرفعاله کړي او د مړینې لامل شي."

د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د درملتونونو تر څنګ د واټونو د سر له درمل پلورنکو څخه هم درمل اخیستل کېږي.

کابل کې پامیر سینما ته څېرمه همداشان ځایونه شته.

د همدې سیمې یو درمل پلورونکی په خپلې کوچنۍ کراچۍ کې درمل پلوري.

هغه ادعا کوي، کوم درمل چې پلوري له بوټو څخه جوړ شوي او د خپلو مراجعینو د ناروغیو د تشخیص وروسته هغوی ته ګولۍ، شربت او غوړونکي درمل ورکوي.

خو دا معلومه نه ده چې دا درمل چېرې له څه جوړ شوي او د انسان په روغتیا به یې اغېز څه وي؟

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د خپلسرو درملنې د حادو پېښو او مړینې د احصائیو، او د ډاکتر له نسخې پرته، د درملو خرڅلاو د مخنیوي په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له اقداماتو هم وپوښتي، خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دې ټولو پوښتنو په ځواب کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي: "دا په سیستم کې نه شته."

ارشیف: په افغانستان کې په خپل سره درملنه له پخوا راهیسې دود ده.

خپلسرې درملنه په افغانستان کې له پخوا راهیسې کېږي.

ناسم باورونه، د درملو د زیانونو په اړه د پوهاوي ټیټه کچه، درملو ته اسانه لاسرسی او بېوزلي په افغانستان کې د خپلسرې درملنې اصلي لاملونه بلل کېږي.

اصف، چې د بدخشان ولایت یو اوسېدونکی دی ادعا کوي وايي، هر درمل چې وغواړي له درملتونونو یې اخیستلای شي.

اصف وویل: "خلک د ډاکتر د فیس پیسې نه لري، ان دا چې ځیني خلک ډاکتر ته لاسرسی نه لري، دوی ته نوبت نه رسېږي. بیا ځي وایي دا درمل راکړه. په همدې بدخشان کې هر درمل چې غواړې پوښ یې وښیه، درمل پلورونکي د ډاکتر له نسخې پرته یې درکوي. هر درمل چې وي، ان د فشار یا شکر درمل."

نوموړي زیاته کړه چې یو کال او دوه میاشتې وړاندې یې یو ملګری د خپلسرې درملنې له امله مړ شوی دی.

په ۲۰۲۱ کې د اکسفورډ اکاډمۍ د یو خپور شوي راپور له مخې، ۳۴.۹ سلنه هغه کسانو چې د کابل پولي کلینیک کې یې د دوی په څېړنه کې برخه اخیستې وه، خپلسرې درملنه یې تجربه کړې وه.

همدارنګه د کابل طبي پوهنتون په یوې څېړنه کې چې د خپلېسرې درملنې په اړه د ۲۰۲۲ کال د مې په ۲۳ د لومړي او پنځم کال د ۳۰۲ محصلانو ترمنځ د خپل ترسره شوه، راغلي چې د دوی له ۲۵.۱۶ سلنه زده کوونکي خپلسرې درملنه کوي.

د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکى محمد هم وايي چې دى او کورنۍ يې د ځينو موسمي او ساري ناروغيو د درملنې لپاره د یوې مشترکې نسخې درمل کاروي.

محمد وویل: "یوه ستن ولګول شي، یا یو دوه تابلیت اخیستلو وروسته ناروغي ښه کېږي او نور درمل پاتې کېږي، نو چې پاتې شي، زکام ساري ناروغي ده او د کورنۍ نور غړي هم پرې اخته کېږي بیا زه وایم چې زما ناروغي هم همداسې وه، ځان درد وم، سر درد وم، ستونی مې هم خوږېده، ما دا درمل وخوړل، ښه شوم، نو د کورنۍ نور غړي هم ورته نسخه کاروي."

ارشیف

خو ډاکتر عبدالواحد الهام وايي: "يوه نسخه تل د يوه کس لپاره توصيه کېږي، د دوو ناروغانو حالت هېڅکله يو شان نه وي، که ساده زکام هم وي."

که څه هم په افغانستان کې د خپلسرې درملنې احصائیه نه شته، خو په دغه راپور کې چې له کومو کسانو سره مرکې شوي دوی ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځل واکمنۍ او د بېکارۍ له زیاتېدو وروسته، دوی خپلسرې درملنې ته مخه کړې.

داسې اندېښنې موجودې دي چې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ او بېکارۍ ته په پام، دغه شان د کورنیو پراخېدو او په دغه هېواد کې د بشري او روغتيايي خدمتونو کمېدو ته په پام سره، خپلسرې درملنه نوره هم زیاته نه شي.

خو روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې درملتونونه باید له نسخې پرته ناروغانو ته درمل ورنه کړي او یادو شویو ضررونو ته په پام سره خلک د بازار واټونو پر سر د درملو له اخیستلو هم ډډه وکړي او دا چاره باید کنترول شي.

خلک هم له ډاکترانو هیله لري چې د فیس په برخه کې له بېوزلو سره مراعت وکړي څو له نسخې پرته درمل وانخلي او په دې توګه خپلسرې درملنه کمه شي.