په ننګرهار کې د سوک وهنې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

ارشیف

په ننګرهار کې د سوک وهنې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې چې په پایله کې یې ۲۶ لوبغاړي ملي لوبډلې ته غوره شول.

په دې سیالیو کې کابل، بلخ او ننګرهار په ترتیب سره لومړی، دویم او درېيم مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ چې د جنورۍ میاشتې په ۲ نېټه پیل شوې او یوه اونۍ یې دوام وکړ د ۲۵ ولایتونو ۱۸۸ لوبغاړو په کې برخه درلوده.

په دې سیالیو کې د ننګرهار منتخبې لوبډلې لوبغاړي حماس کوچي هم په خپل وزن کې اتلولي ګټلې او ملي لوبډلې ته یې لار پيدا کړې ده.

د ازادي راډيو خبریال بختیار ساحل ورسره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې د ملي لوبډلې په ټاکنیزو سیالیو کې دې تر څو لوبو وروسته اتلولي وګټله او ملي لوبډلې ته بریالی شوې؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کوچي سره مرکه