د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د بوکسېنګ افغان لوبغاړي د بوکسېنګ په نړیوال جام کې برخه اخلي


د افغانستان د بوکسېنګ لوبغاړي د لومړي ځل لپاره د بوکسېنګ سیالیو په نړیوال جام کې برخه اخلي.

د بوکسېنګ د فدراسیون رئیس عبدالله شکېب نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دوه افغان لوبغاړي چې دغو سیالیو ته یې لار موندلې دا وخت په مسکو او افغانستان کې د نړیوال جام لپاره په وروستیو تمریناتو بوخت دي.

ښاغلی شکېب وايي، افغان بوکس وهونکي د اسیا د ملتونو په جام کې د ښه ځلېدو او د غوراوي سیالیو له ګټلو وروسته، د لومړي ځل لپاره دغه جام ته لار موندلې ده.

د بوکسېنګ نړیوال جام د راتلونکې اګست میاشتې په ۲۱ مه په هنګري کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG