یوه ځوان افغان سوک وهونکي په چک جمهوریت کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي وګټله.
هلمند الکوزي پرون چکي اتل ییژي یاروش ته په نهو رونډونو کې ماتې ورکړه او په ۶۶ کېلوګرامه وزن کې یې د چک جمهوریت د بوکس اتلولي خپله کړه.
په چک جمهوریت کې مېشت هلمند الکوزي چې د ازادي راډیو د پخواني همکار مرحوم جان اقا الکوزي زوی دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپل رقیب هغه بوکسر یاد کړ چې تر اوسهیې د پروفېشنل لس مسابقې کړې وې او دا د ده درېیمه پروفېشنل لوبه وه.
ښاغلی الکوزی به دغه اتلولي ترهغو پورې له ځان سره لري چې بل کس یې مات کړي.