د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د هرات د 'ساواته سپورټ' لوبډلې د سرو او سپینو زرو مډالونه وګټل


ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت
ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات د ساواته سپورټ 'فرانسوي سوک وهنه' لوبډلې څلور د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل.

د هرات د ساوته فدراسیون رئیس تورجان بختیاري نن یکشنبه (د لېندۍ ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هرات ولایت څخه شپږ کسيزه ډله یوه اوونۍ مخکې په ساوته سیاليو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلې وه.

ښاغلی بختیاري وايي چې په دغو سیاليو کې د هرات لوبغاړو احمد شعیب عثماني، روهین میرزایي، حمید تیموري او جاوېد قادري هر یو د سرو زرو مډالونه خپل کړل، خو عبدالوارث اسحاقزي بیا د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ په کابل کې شوې وې چې د پنځو ولايتونو لوبډلو په کې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG