د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۷

یوه افغان لوبغاړي د جرمني د سوک وهنې په سیالیو کې مډال ګټلی

د ډبلیو بي سي مډال
د ډبلیو بي سي مډال

افغان لوبغاړي سلیمان بهزاد د سوک وهنې په سیالیو کې مډال وګاټه.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغان سوک وهونکي سلیمان بهزاد د دې رشتې په نړیوالو سیالیو کې چې په جرمني کې وشوې، د مډال ګټونکی شو.

سلیمان بهزاد په دې سیالیو کې خپلو ایټالوي، جرمني او کینیايي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د ډبلیو بي سي مډال په خپل نوم کړ.

د بدنې روزنې او ورزش ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دې سیالیو کې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې له افغانستانه سیلمان بهزاد د دې سیالیو ګډونوال و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG