د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

افغان سوک وهونکی حسيب احمدي خپل پاکستاني سيال سره لوبېږي


ارشیف
ارشیف

افغان سوک وهونکی حسيب احمدي له خپل پاکستاني سيال سره لوبې ته چمتوالی نيسي.

ښاغلی احمدي چې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې په تمرين بوخت دی ازادي راډيو ته وويل، ټاکل شوې چې د دسمبر مياشتې په دولسمه نېټه له خپل تور اسيايي کمربند څخه د دفاع لپاره له پاکستاني سوک وهونکي نادر بلوچ سره لوبه وکړي.

دا سيالي د (دي فور جي پروموشن) بنست له خوا په متحده عربي اماراتو کې ترسره کيږي.

افغان لوبغاړي حسيب احمدي تراوسه د سوک وهنې ۱۳ حرفه يې لوبې کړي او ټولې يې ګټلې دي.

هغه وايي چې پاکستاني سيال يې هم د سوک وهنې په لسو حرفه يي سياليو کې لس واړه ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG