د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د المپیک نړیوالو سیالیو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي معلوم شول


ارشیف، د المپیک لوګو
ارشیف، د المپیک لوګو

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د هغه افغان لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل چې د المپیک په نړیوالو سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شوی دی.

د المپیک د ملي کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د تکواندو په برخه کې فرزاد منصوري، د اتلتیک په رشته کې شاه محمود نبرد او کیمیا یوسفي، د لامبو وهلو په برخه کې فهیم انوري او د نښه ویشتلو په برخه کې مهدي شجاعي د المپیک په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

نوموړي وویل، هڅه کېږي چې د سوک وهنې په برخه کې هم د افغان لوبغاړي لپاره سپین کارت واخیستل شي.

ښاغلي پوپلزي خوښي وښوده چې د کډوالو په برخه کې هم درې افغان لوبغاړي د المپیک سیالیو ته لاره پیدا کړې ده.

د جودو په برخه کې نګاره شاهین، معصومه علیزاده د بایسکل چلونې او عبدالله صدیقي د تکواندو په برخه کې هغه درې افغان کډوال لوبغاړي دي چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شوی دی.

د المپیک ملي کمېټه وایي، ټاکل شوې چې د المپیک په سیالیو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي د کرونا واکسین له ترلاسه کولو قطر ته د تمریناتو په هدف واستول شي.

ټاکل شوې چې د المپیک نړیوالۍ سیالۍ د روان میلادي کال د جولای په ۲۳ مه نېټه د جاپان په توکیو ښار کې ترسره شي.

په پام کې وه چې دا سیالۍ د ۲۰۲۰میلادي کال د جولای له ۲۳مې پیل او د اګسټ تر اتمې نېټې دوام وکړي، خو د کرونا خپرې شوې وبا دا پلان ګډوډ کړ او مسابقې یو کال ته وځنډول شوې.

XS
SM
MD
LG