شورټر: طالبان د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي

د طالبانو مشران

د بریتانیا یو جګپوړی ډیپلوماټ وایي، طالبان په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار له بندیز سره د افغانستان د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر هوګو شورټر په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره تبعیض، د نړیوال قانون تر پښو لاندې کول او د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده.

هغه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان، جي اوه یا د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو، نادولتي موسسو او نورو له طالبانو غوښتې دي چې دا بندیز ختم کړي.

د طالبانو اقتصاد وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ چې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې تر ثاني امر پورې ښځې د کار اجازه نه لري.

یو شمېر موسسو لکه د ماشومانو د خوندیتوب، د ژغورنې نړیوال سازمان، د ناورې د کډوالو شورا او پاملرنې موسسې اعتراضاً خپل فعالیتونه په افغانستان کې درولي دي.