د پوهنتون یو استاد: د افغان نجونو زده کړو لپاره مبارزې ته دوام ورکوم

د کابل پوهنتون مخکې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یولس ورځې مخکې د پوهنتونونو دروازې تر ثاني امر پورې د نجونو پرمخ بندې کړې.

په کابل کې د پوهنتون یو استاد اسماعیل مشعل وایي، د نجونو د زده کړو لپاره به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي که یې د سر په بیه هم تمامه شي.

مشعل چې د طالبانو د پرېکړې په اعتراض خپل تحصیلي اسناد تېره اونۍ له طلوع تلوېزیون سره د خبرو پرمهال څېري کړل، له فرانس پرېس اژانس سره تازه د خبرو پرمهال یو ځل بیا خپل غږ اوچت کړ او ویې ویل چې خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یولس ورځې مخکې د پوهنتونونو دروازې تر ثاني امر پورې د نجونو پرمخ بندې کړې.