حقپال: پر طالبانو بايد فشار راوستل شي

د طالبانو مشران

د ملګرو ملتونو د متخصصانو یوې ډلې په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز وغانده.

دغو متخصصانو په یوه مفصله اعلامیه کې چې پرون جمعه خپره شوه ویلي، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي.

د متخصصانو په دې ډله کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ تر څنګ ۷ نور ځانګړي راپور ورکوونکي او د ملګرو ملتونو ۴ نور جګپوړي چارواکي شامل دي.

زموږ همکار د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: که څه هم بېلابېلو سازمانونو او ادارو د طالبانو پر هغه پرېکړه انتقاد کړی، چې ښځې او نجونې یې له لوړو زده کړو منع کړي، ستاسو په نظر طالبانو ولې دا پرېکړه کړې ده؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حقپال سره مرکه