نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا پر ښځو نوي لګېدلي محدودیتونه وغندل

ارشیف: په کابل کې طالبان یو شمېر معترضې مېرمنې له لاریونه منع کوي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو نوي لګېدلي محدودیتونه غندلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د تازه لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې غبرګونونه دوام لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیايي څانګې مرستیالې پاټریشیا ګاسمن بېګا ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل چې طالبانو یوځل بیا ثابته کړه چې د انسانانو بنیادي بشري حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري او ارزښت نه ورکوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیايي څانګې مرستیاله پاټریشیا ګاسمن

ګاسمن وویل: "په ښکاره لیدل کېږي چې طالبان غواړي تر کوم بریده وړاندې ولاړ شي او غواړي ډاډه شي چې د افغان ښځو او نجونو ژوند یې څومره بدمرغه کړی. دا وضعیت د یوې خپسې په څېر ډاروونکی شوی ځکه طالبان د خپلو پالیسیو د تطبیق په دوام غواړي د بشر بنیادي حقونو ته سپکاوی وکړي."

طالبانو په یوه تازه اقدام کې افغان مېرمنې پارکونو ته له تګه منع کړې.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي و، چې له دې وروسته به ښځو ته اجازه نه وي چې پارکونو ته ولاړې شي.

رویټرز خبري اژانس د ښاغلي مهاجر له قوله خبر ورکړی چې وايي، طالبانو هڅه وکړه چې په تېرو ۱۴- ۱۵ میاشتو کې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ په اساس پارکونو ته د ښځو د تلو شرایط برابر کړي خو نوموړي زیاته کړه چې له یوې خوا د پارکونو مالکانو لازمه همکاري ونه وکړه او بل خوا ښځو لکه څنګه چې لازمه وه، حجاب مراعات نه کړ.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې ټولې ښځې هم پخوا او هم اوس په پوره اسلامي حجاب کې په عمومي ځایونو کې ګرځي نو ځکه د دوی په وینا د طالبانو نوی فرمان ځان ته سپکاوی ګڼي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې ډېری ښځې نه غواړي چې خپل مخونه پټ کړي، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته اړې شوې دي چې خپل مخونه په طبي ماسکونو پټ وساتي.

لوېدیځو هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي خو طالبانو دا غوښتنې له پامه غورځولي دي.

طالبانو په تېرو نږدې ۱۵ میاشتو کې له شپږم د پورته ټولګیو زده کوونکې نجونې له تعلیمه بې برخې کړي، په ټولو دفترونو کې یې د ښځو پر کار کولو محدودیت لګولی، ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکوي چې یوازې له کورونو ووځي او دا دی اوس یې پارکونو او تفریح ځایونو ته هم د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه.

لوېدیځ هېوادونه ټینګار کوي چې له طالبانو سره هر راز تعامل به په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي پورې تړلی وي او همدا علت دی چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.