طالبانو یو ځل بیا د پاسپورټونو وېش بند کړ.
د طالبانو د پاسپورټ ریاست یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د تخنیکي ستونزو له امله به سر له نن یعنې شنبې به تر راتلونکې خبرتیا د پاسپورټونو وېش بندوي.
یو کس د تخار ولایت اوسېدونکی دی.
هغه د خپلې پنځهکلنۍ ناروغې لور تصویر ازادي راډیو ته رالېږلی او وايي چې هر څه ژر باید عملیات شي.

د تخار یوه ماشومه اوسېدونکې د سختې ناروغۍ له امله پاسپورټ ته اړتیا لري خو طالبانو دغه بهیر درولی.
هغه تصویر چې ده ازادي راډیو ته رالېږلی، په کې لیدل کېږي چې د لور په ژبه یې لویې دانې دي.
دی وايي، د لور درملنه یې افغانستان کې نه کېږي، تر خوا په یوه ګاونډي وطن کې هم دوه عملیاته وکړل.
یاد شخص ادعا کوي چې دوه ځله یې د پاسپورټ اخستو لپاره اسناد د روغتیا وزارت د قوانینو ریاست ته وسپارل، خو هغوی ورک کړل.
نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه مکتوب یې ورک کړ، بیا مې بله عریضه ولیکله، د روغتیا وزارت د قوانینو ریاست کې ورکه شوه. بیا د پاسپورټ ریاست ته ولاړم و مې ویل دا ډول ستونزه لرم، له ولایت راغلي یوو، ناروغ لرو، ویل یې ولاړ شئ، انلاین نوملیکنه وکړئ او په خپل وار راشئ."
د دې ناروغې پلار ټینګار کوي چې په نوبت د پاسپورټ اخستل میاشتې وخت نیسي، داسې مهال چې ناروغ یې نور د درد زغم نهلري.
د دې ناروغې کورنۍ دا اندېښنه هم لري چې د وخت په تېرېدو او د پاسپورټ د نه اخستو له امله شاید هغه مالي امکانات یې له لاسه ووځي چې اوس ورته برابر دي.
د طالبانو د روغتیا وزارت د قوانینو له ریاسته مو د یاد شخص د اسنادو د ورکېدو پوښتنه وکړه، خو د دې وزارت ویاند شرافت زمان سره له دې چې ژمنه یې وکړه چې ځواب به راکوي، خو د راپور تر خپرېدو یې څه ونه ویل.
خو ښاغلي زمان ازادي راډیو ته را لېږلي پیغام کې دا هم لیکلي: "د دې ادارې رییس اوس بدل شوی دی."
یوه بله کابل مېشتي بیا چې نه غواړي ورته د ستونزو د پېښېدو له وېرې یې نوم راپور کې یاد شي، د طالبانو د پاسپورټ په کړنو سخته نیوکه کوي.
دا مېرمن وايي، تېر یوه کال کې یې درې ځله نوملیکنه کړې، خو تر اوسه یې د کار د مخکې تګ هیڅ معلومات نهشته.
هغه وايي: "خپله مې درېیم ځل دی چې د پاسپورټ لپاره مې غوښتنلیک ورکړی، خو د پاسپورټ درک نهشته. هر ځل چې غوښتنه کوم، وايي د دې میاشتې په ۱۵مه نېټه یې وګوره، کله چې یې وګورم، وايي یوه بله میاشت په تمه شه. تر دې میاشتې په کال واوښتې، خو زه لا هم د پاسپورټ په تمه یم. ډېرې ستونزې شته."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست د دویم ځل لپاره د پاسپورټونو د وېش بهیر ودراوه.
ارشیف: د کابل پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ د متقاضیانو ګڼه ګوڼه
دې ریاست یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه ناوخته یې خپره کړې لیکلي، د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ وېش دروي او خلک دې تر راتلونکي خبرتیا په تمه شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن د تخنیکي ستونزو د روښانتیا په اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
واک ته د طالبانو له رسېد وروسته، په افغانستان کې د پاسپورټ اخیستل یوه له لویو ننګونو ده.
د پاسپورټونو د جوړولو بهیر په ولایتونو کې درېدلی او کابل ته پسې راتګ ستونزمن هم دي او لوړ لګښت هم لري.