د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا د متحدایالتونو استازې مېشل ټیلر د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې خپلې ژمنې د مېرمنو او نجونو د حقونو د ورکړې په برخه کې ترسره کړي.
مېرمن ټیلر دا غوښتنه پرون د دې شورا د غونډې پرمهال وکړه.
هغې وویل: "موږ له نړیوالې ټولنې سره په ګډه له طالبانو غواړو چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ټول لګېدلي محدودیتونه لرې کړي."
که څه هم طالبانو ویلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي، خو د بشري حقونو فعالان طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په نقضولو تورن کړي دي.