اسيا جام: افغان کرېکټ لوبډلې پاکستان ته لوبه وبايلله؛ نن له هند سره مخامخ کېږي

افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن د اسیایي جام په ترڅ کې په متحد عربي امارتو کې د هند له ملي لوبډلې سره مسابقه وکړي، خو پرون افغان لوبډلې له پاکستان څخه ماتې وخوړه او دا هیلې یې له هند سره یو ځای مړاوې شوې چې د دې جام پایلوبې ته به رسیږي.

د اسیا د کرېکټ جام لوبو په ترڅ کې پاکستان د افغانستان ملي لوبډلې ته په یوه وېکټ ماتې ورکړه.

د پاکستان لسم لوبغاړي نسیم شاه چې بالر دی پر فضل الحق فاروقي سر پر سر شپږيزې ووهلې او په وروستي اور کې پاتې دولس منډې په دې ډول پوره شوې.

د متحد عربي اماراتو په شارجه کې دا په زړه پورې لوبه لومړی افغانستان پیل کړه او په ټاکلیو شل اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو مقابل لوري ته یو سل او دېرش منډې هدف وټاکه.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبه

دا هدف زیات نه و، پاکستان روانه اوونۍ د یکشنبې په ورځ په همدې جام لوبو کې د هند یوسل او دوه اتیا هدف پوره کړی و، خو د دې سربېره پاکستانۍ لوبډله له افغانستان سره هغسې و نه لوبېده لکه له هند سره چې لوبېدلې وه.

له افغانستان سره یې تر نهم اور پورې درې لوبغاړي سوځېدلي و او درېیمه برخه منډې یې لا نه وې پوره کړې.

د لوبې تر پنځلسم اور وروسته پاکستان یو په بل پسې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل چې نهه وېکټې یې ولوېدې خو په وروستيو شېبو کې د دوی بالر نسیم شاه د خپلې لوبې د تاریخ تر ټولو ډېر رنزونه چې څوارلس دي، له افغانستان سره وکړل او سر پر سر یې په نولسم اور کې شپږ-شپږ منډې واخیستې.

پاکستان په وروستي اور کې وتوانېد چې دا لوبه په خپل نوم کړي.

په دې ډول د اسیایي جام په دې لوبو کې پاکستان ډاډه شو چې تقریبا حتمي به پایلوبه کوي او افغانستان د پایلوبې چانس له لاسه ورکړ.

خو افغان لوبډله به نن بیا خپل بخت ازمایي او له هند سره مسابقه لري او پاکستان د جمعې په ورځ له سرېلانکا سره لوبه کوي چې، دا دوې لوبډلې هر یو په دوهم پړاو کې دوې بریاوې لري.

د اسیا د کرېکټ جام لوبو پایلوبه به د یکشنبې په ورځ وي.

دا لوبې چې ټاکل شوې وې په دوه زره شلم کال کې ترسره شي د کورونا وبا له امله وځنډېدې بیا تمه وه چې پروسږ کال په سرېلانکا کې وشي خو هلته د ناکراریو له امله ونه شوې او متحد عربي اماراتو ته انتقال شوې.