یونیسف: ۱۳ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو کال وروسته هم ۱۳ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف پرون ناوخته په یوه ټوېټ کې ویلي، دوی به په افغانستان کې د هر ماشومام ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نږدې درې نیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.