ملګري ملتونه روانه اوونۍ د افغان ښځو په اړه بېړنۍ غونډه کوي

په کابل کې د یو شمېر ښځو د لاریون انځور - October 26 2021

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ په یوه بېړنۍ غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي.

د افغان ښځو او نجونو په اړه دا ځانګړې غونډه د دې شورا د پنځوسمې غونډې په ترڅ کې جوړېږي.

د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چې څو ورځې مخکې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنرې میشل باچلي سره د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کړې وې، پرون یو ځل بیا د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو د یوه کلک او اصولي دریځ د دوام غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو پر وضعیت دا غونډه داسې مهال جوړوي چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د کاراو زده کړې په برخو کې لګول شویو محدودیتونو د نړیوالو تند عکس العملونه راپارولي دي.