ملګرو ملتونو په خپل تاریخ کې تر بل هر وخت یوځایي د ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده. دا سازمان د ۲۰۲۲م زیږدیز کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره پنځه میلیارډه ډالر غواړي.
د دې پیسو څلور اعشاریه څلور میلیارډه د افغانستان دننه د بشري مرستو لپاره دي او څه باندې شپږ سوه میلیونه ډالر هم د هغو افغانانو لپاره چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي.
په دې اړه نور: ملګرو ملتونه: افغانستان لپاره ۵ میلیارډه ډالره بسپنې ته اړتیا لرود بشري مرستو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) په جنیوا کې وویل چې سږکال په افغانستان کې بشري مرستو ته د پروسږکال پرتله درې برابره اړتیا زیاته شوې ده.
دی وايي: "نن د څلور اعشاریه څلور میلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه یوازې په دوه زره دوه ویشتم کال کې د افغانستان لپاره کوو. دا د یوه هېواد لپاره د بشري مرستو تر ټولو ستره غوښتنه ده. دا پیسې د ۲۰۲۱م زیږدیز کال په ترڅ کې د شوېو او رسېدلو مرستو پرتله درې برابره زیاتې دي."
د راپورونو له مخې د دې مرستو غوښتنه د افغانستان دننه د ۲۲ میلیونه افغانانو لپاره او له افغانستانه بهر د پنځه میلیونه او اووه لکه نورو کډوالو افغانانو لپاره شوې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او وایي، د دغه هېواد نیمایي خلک له لوږې سره مخامخ دي.
همدا راز د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د کورنیو بې ځایه شوېو شمېر نهه میلیونو ته رسیدلی او په لکونو کسان هم مجبوره شوي دي چې له افغانستانه ووځي.
د غوښتل شوېو مرستو یوه برخه هم د هغو افغانانو لپاره ده چې په ګاونډیو هېوادونو کې په بد حال کې ژوند کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي د مرستو د غوښتو پرمهال وویل، باید له ټولو هغو افغان کډوالو سره چې په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، مرستې وشي.
ګراندي زیاتوي: "فکر کوم چې اصلي مساله دا ده چې باید په سیمه ییزه کچه دا بحران هېر نه کړو دا هغه څه دي چې د افغانانو د پناه اخېستو په نتیجه کې رامنځته شوي دي، څو ګاونډیو هېوادونو افغانانو ته د اوسېدو زمینه برابره کړې ده، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران چې په تېرو څه باندې څلویښت کلونو کې هم د افغانانو کوربانه وو. په دې ترڅ کې نه شم کولی چې منځنۍ اسیا هېره شي."
د امریکا متحد ایالاتونو پرون اعلان وکړ چې له افغانستان سره به د درې سوه اته میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې چمتو کړي.
په دې اړه نور: سپینه ماڼۍ افغانستان کې پر بشري مرستو ۳۰۸ ملیونه ډالره نوره بسپنه هم لګويپه دې ډول له افغانستان سره د ولسمشر جو بایډن د ادارې له لوري مرستې د اکتوبر له میاشتې را په دې خوا له افغانستان سره تر اووه سوه اتیا میلیونه ډالرو واوښتې.
متحد ایالاتونه همدا راز افغانستان ته د کووېډ-نولس ناروغۍ یو میلیون ډوزه واکسین لېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې راغونډې شوې مرستې به د طالبانو حکومت ته ونه سپاري او د موسسو او نړیوالو بنسټونو له لارې به بې وزلو ته ورسېږي.
تردې مخکې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې له افغانانو سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي او دا مساله دې نه سیاسي کوي.