د اروپایي ټولنې د درملو د کیفیت معلومولو ادارې خلکو ته د اسټرازینیکا واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتیا ډاډ ورکړ.
اسټرازینیکا واکسین اکسفورډ پوهنتون د یوې بریتانیایي او یوه سوېډني شرکت په مرسته جوړ کړی دی.
په اروپایي ټولنه کې د دوا د کیفیت معلومولو ادارې رئیسې ایمرکوک د اسټرازینیکا واکسین د نتیجې د بیا کتنې د اعلان پر مهال وویل چې مؤظفې کمېټې ښکاره علمي نتیجه ترلاسه کړې ده.
ده زیاته کړه چې دا واکسین خوندي او اغېزمن دی چې خلک له کرونا ویروس څخه ساتي.
خو د اروپایي ټولنې د درملو د کیفیت معلومولو ادارې دا هم ویلي دي چې دوی یومخ دا نه ردوي چې دا واکسین د ویني له غوټه کېدلو سره ارتباط نه لري او د همدې لپاره یې نورې څېړنې پیل کړي دي.
په څو هېوادونو کې د دې واکسین تر تطبیق وروسته د وینو د غوټه کېدو راپورونه خپاره شول چې له امله یې د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد د واکسیناسیون د ورکړې هڅې سستې شوې.
د اروپا د درملو د کیفیت معلومولو ادارې اسټرازینیکا واکسین د جنوري په میاشت کې تایید کړی و.
تراوسه د هغو ۳۰ میلیونه کسانو له ډلې چې دا واکسین یې کړی دی، لږ تر لږه د دیرش کسانو وینه غوټه شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، څېړونکي لا هم د دې واکسین په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې کوي، خو دې سازمان ویلي دي چې د دې واکسین د ورکړې چارې دې نه درول کېږي.
په مټو، پښو او د بدن په نورو ځایونو کې د وینې غوټې ښایي زړه، مغزو او سږو ته ولېږدي او ناروغ له سخت خطر سره مخامخ کړي، ان د هغه د زړه د درېدو سبب شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې (د کب ۲۷مه) په ورځ وویل چې د اسټرازینیکا واکسین ګټې د هغه د احتمالي خطرونو په پرتله ډېرې زیاتې دي.
د اسپانیا روغتیا وزارت په همدې ورځ وویل چې یو تن مغزي سکته کړې او بل په نس کې د وینې د غوټه کېدو له امله مړه شوې او دغو دواړو شپاړس ورځې مخکې اسټرازینیکا واکسین کړی وو.
په دې اړه نور: 'EMA': هېڅ ثبوت نشته چې اسټرازِنِکا د وینې له غوټه کېدو سره تړاو لريد دغو دوو سربیره د هغو یو میلیون کسانو له ډلې چې اسټرازینیکا واکسین یې کړی دی د اسپانیا روغتیا وزارت درې نوې مشکوکې پېښې هم ثبت کړي دي.
بل لورته د ناروې روغتیا وزارت تېره دوشنبې ویلي و چې یو تن د اسټرازینیکا واکسین تر تطبیق وروسته مغزي سکته وکړه، خو له واکسین سره د دې پېښې هېڅ ارتباط ثابت نه شو.