د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد اله محب ویلي، که امریکايي ځواکونه ناببره له افغانستانه خپل سرتېري وباسي، دا به د افغانستان د هوايي ځواک پر اغېزمنتیا هم اغېز وکړي.
حمد اله محب دا څرګندونې تېره شنبه په بحرین کې د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.
په وروستیو کې امریکايي چارواکو ویلي چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي، خو پرون ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې کانګرس ښايي د دې کار مخه ونیسي.
صالح محمد صالح د افغانستان د هوايي ځواکونو له پخواني عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ سره مرکه کړې ده او په پیل کې یې پوښتلي په افغانستان کې دېره نړیوالو ځواکونو د افغانستان هوايي ځواک ته کله جدي پام واړاوه؟
د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5