د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

که له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي نو څه به پېښ شي؟ 


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ګڼو رسنیو او مطبوعاتو پر کابل ښار د پرونیو راکټي بریدونو خبرونه او تبصرې خپرې کړي دي. دې بریدونو د دې لپاره د ډېرو رسنیو په تېره بیا ورځپاڼو پام ځان ته اړولی چې په وروستیو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

پر دې موضوع سربېره د افغانستان په اړه هغه بحثونه دي چې که امریکايي پوځیان له دې هېواده ووځي نو څه به پېښ شي؟

دا بحثونه وروسته له دې زیات شول چې ولسمشر ټرمپ د دفاع نوی سرپرست وزیر وګوماره او وویل شول چې د جنورۍ تر نیمايي پورې باید په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ ډېر پوځیان نه وي پاتې شوي.

  • واشنګټن اګزاماینر

واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼې په همدې اړه لیکلي، دوه نیم زرو ته د ځواکونو د کمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې مخالفان یو لړ دلایل راوړي.

دوی مثلاً وايي چې په دې صورت کې ډېر احتمال شته چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د خبرو له لارې له جوړجاړي ډډه وکړي او حتي اوس لا طالبان حاضر نه دی چې پر اجنډا روغه وکړي.

د دوی بل دلیل دا دی چې که له افغانستانه پوځیان وایستل شي په دې هېواد کې به پر امریکا د ۲۰۰۱ د سېپټمبر د ۱۱مې په شان بله حمله وشي.

د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې د جمعې په ورځ په همدې موضوع بحث وکړ او د متخصصانو نظرونه یې واورېدل.

  • سټارز انډ سټرایبس

د سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې پر اساس، یو شمېر متخصصانو او د بهرنۍ پالیسۍ نظر خاوندانو وویل چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن باید له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ونیسي.

  • میلیټري ټایمز

میلیټري ټایمز ورځپاڼې هم د دې غونډې بحث ته په اشارې لیکلي چې متخصصانو د کانګرېس د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، د امریکا د ملاتړ له دوامه، په تېره بیا له هوايي ملاتړه پرته، د افغانستان امنیتي ځواکونه طالبان ماتولی نه شي.

ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره ممکن ډاډه وي چې افغانستان نور د القاعده لپاره خوندي پناهځای نه دی، د چارو متخصصانو د کانګریس د وسله والو خدماتو کمېټې ته د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د سولې له موافقې پرته له افغانستانه د پوځیانو ایستل تروریستي شبکو ته زمینه برابروي چې یو وار بیا په افغانستان کې د امریکا پرضد د حملې دسیسه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG