ټاکل شوې چې نن شنبه (د لړم ۱۷مه) به بهرني ځواکونه د کندهار هوايي ډګر چې د احمد شاه بابا هوايي ډګر نومېږي د کنټرول چارې افغانانو ته وسپاري.
د افغانستان د دغه دوهم ستر هوايي 'احمد شاه بابا'ډګر د ملکي هوايي چلند رئیس مسعود پښتون وايي چې دغه چارې پر داسې مهال دوی ته سپارل کېږي چې دوی به په مسلکي، امنیتي او تخنیکي لخاط له ځینو ننګونو سره مخ شي.
په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني د ښاغلي پښتون سره مرکه کړې او د مرکې په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د دغه هوايي ډګر کومې برخې دوی ته سپارل کېږي؟
دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Embed
شریکول
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک